ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کلات په درملتونونو کې تاریخ تېر درمل پلورل کېږي

د کلات په درملتونونو کې تاریخ تېر درمل پلورل کېږي

author avatar
10 Jan 2016 - 15:20
د کلات په درملتونونو کې تاریخ تېر درمل پلورل کېږي
author avatar
10 Jan 2016 - 15:20

کلات (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): د زابل يو شمېر اوسېدونکو د تاريخ تېر درملو او مسلکي فارمسيستانو له نشتوالی شکايت کوي.

د کلات ښار يوه اوسېدونکي حاجي عبدالوهاب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښار په يو شمېر درملتونونو کې داسې کسان کار کوي چې مسلکي نه دي او پر خپل سر خلکو ته درمل ورکوي چې له ګټې يې زيان ډېر وي.

نوموړی وايي، د عامې روغتيا رياست ته په کار ده، هغه درملتونونه چې فارمسيست ونه لري بايد ورسره قانوني چلند وشي.

د نورالله په نوم يوه بل تن پژواک ته وويل چې په درملتونونو کې تر تاريخ تېر درمل پلورل کېږي او د مخنيوي يې څوک نشته.

د هغه په وينا، تېره ورځ يې له يو درمتلون څخه ګولۍ پېرلې وې، خو چې ويې کتلې هغه تر تاريخ تېرې وې

د کلات ښار د يو شمېر درملتونونو مالکين مني چې مسلکي کسان نه لري، خو زياتوي چې ډېر کلونه په دغه کار کې تجربه لري.

د حاجي عصمت الله په نوم يو درمل پلورونکي پژواک اژانس ته وويل چې د تېرو جګړو له امله نه دي توانېدلی چې خپلې زده کړې بشپړې کړې او نه هم په زابل کې د مسلکي زده کړو لوړې موسسې شته چې دوی اوس په کې خپلې مسلکي درسونه ولولي.

د زابل د عامې روغتيا مسوولين، که څه هم د مسلکي فارمسيستانو د نشتوالي ستونزه مني، خو وايي چې د تاریخ تېر او بې کيفيته درملو د پلور د مخنيوي په موخه په منظم ډول درملتونونه کنټرولوي.
 

د عامې روغتيا رييس ډاکتر لعل محمد توخي پژواک اژانس ته وويل چې د څارنې او نظارت ټېم يې په هرو څو اونيو کې د ښار دوا پلورنځي ګوري او که له چا سره تاريخ تېر درمل ونيول شي قانونی چلند ورسره کېږي.

نوموړي په درملتونونو کې د مسلکي کسانو د نشتوالي ستونزه پر ځای وبلله او زياتوي چې دغه ستونزه يواځې په زابل کې نه، بلکې په ټول هېواد کې شته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.