ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې سلګونه  کسان  د جنايي جرمونو په تور نيول شوي

په کابل ښار کې سلګونه کسان د جنايي جرمونو په تور نيول شوي

author avatar
10 Jan 2016 - 17:51
په کابل ښار کې سلګونه  کسان  د جنايي جرمونو په تور نيول شوي
author avatar
10 Jan 2016 - 17:51

کابل (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ  له ٤٠٠ څخه د زياتو شکمنو کسانو د نيولو، پر کابل ښار باندې د توغولو لپاره دBM1 ٢١ چمتو شوو مرميو او درې ټنه الکولي مشروباتو د کشف او ضبط خبر ورکړ.

 دغه کسان د قتل، د وسايطو د غلا، جيب شکونې، د غيرقانوني وسلو د لېږد او نورو جرايمو په ګډون د ١٨٣ قضيو په اړوند، د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د تېرو دريو اوونيو په ترڅ کې نيول شوي دي.

 د ١٠١ اسمايي زون قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي، د نن ورځې په خبري ناسته کې وويل، چې د يادو کسانو په ډله کې هغه کسان هم چې د سراى شهزاده او بانکونو شاته به له خلکو څخه د نغدو پيسو غلا کولو په موخه درېدل، نيولي دي.

 هغه زياته کړه، چې نجيب الله، نعمت الله، فرهاد، مصطفى او محمد غوث په دغه ګروپ کې شامل دي.

 رحيمي وويل، کله به چې خلک له خپلو پيسو سره له بانک او يا شهزاده سراى څخه وتل نو دغو کسانو به ياد کسان په خپل موټر کې کېنول او د لارې په اوږدو کې به يې د نذر په بهانه هغه ته خرما ورکوله، له بېهوشه کېدو وروسته به يې ترې ټولې پيسې  اخيستې.

 د رحيمي په وينا، دغه راز د BM1 ٢١ مرمۍ او ٤١ ميله بېلابېل ډول وسلې هم کشف او ضبط کړل شوې دي. دغه مرمۍ د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې پر ښار باندې د توغول کېدو په موخه ځاى پر ځاى شوې وې.

 د ١٠١ اسمايي زون قوماندان زياته کړه، چې درې کسه د کابل ښار له شپږمې ناحيې څخه  د درې ټنه (٢٤٠٠ بوتلونو) الکولي مشروباتو د پلورلو په تړاو نيول شوي دي. له دغه کسانو څخه د شرابو ١٧ زره خالي بوتلونه هم ترلاسه شوي، چې د ډکولو او بهرنيو ليبلونو لګولو ته چمتو شوي و.

 هغه وويل: "دغه کسان له پخوا د پوليسو له لوري پېژندل شوي و، خو هغوى ته مو يوه موده وخت ورکړ، څو ټول مشروبات تيار کړي، مشروبات هم ډکولو ته تيار و، چې د پوليسو منګولو ته ولوېدل."

 دغه راز په ياده موده کې ٢٣٠ کوڅه ډبي هم چې د خلکو د ځورولو لامل کېدل، د پوليسو له لوري له پېژندل کېدو وروسته ونيول شول ، د هغوى له ګوتو لګولو ، لاسليک ، د کورنۍ او بانډې د وکيل له ضمانت وروسته پرېښودل شوي دي.

 خو د ١٠١ اسمايي زون قوماندان وويل، که چېرې دوى د خلکو ځورونې ته بيا هم دوام ورکړي، وبه نيول شي ، دوسيې به ورته واچول شي او زندان ته به ولېږل شي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل کې پوليسو تېره اوونۍ دوه کسان له يو کرولا موټر، ١٣ تومانچو ، ټوپکو  او دوه دوربينونو سره يو ځاى نيولي و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.