ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې په کامه کې دری ملکي وګړي وژلي

چاودنې په کامه کې دری ملکي وګړي وژلي

author avatar
10 Jan 2016 - 14:54
چاودنې په کامه کې دری ملکي وګړي وژلي
author avatar
10 Jan 2016 - 14:54

جلال اباد (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٤): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله دری ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د کامې ولسوالۍ د ميرزا کلا په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې د چاودنې موخه د ملي اردو ‌ځواکونه وو، د هغوى موټرو ته کوم زيان نه دى اوښتى، خو له ساحې یو تېرېدونکی موټرسايکل ورسره مخ شوی دی.

خوږياڼى وايي چې د چاودنې له امله پر موټرسايکل سپاره دری کسان وژل شوي او موټرسايکل يې هم له منځه تللى دى.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.