ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې اته ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

جوزجان کې اته ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
11 Jan 2016 - 15:35
جوزجان کې اته ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
11 Jan 2016 - 15:35

شبرغان-پلخمري(پژواک، ٢١ مرغومى ٩٤): پوليس وايي چې په جوزجان ولايت کې د طالبانو خپل منځي شخړې اتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او له بلې خوا په بغلان کې يو طالب وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.

د جوزجان امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون مشر سمونوال عبدالحفيظ خاشي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو تېره شپه د مرديان ولسوالۍ په "فَروَک قلعۀ" سيمه کې د ځمکې د وېش پر سر سره ونښتل چې له امله يې درې ملکي وګړي ووژل شول او پنځه نور ژوبل شول.

خاشي زياته کړه چې په سيمه کې د طالبانو د شخړې پرمهال خلک هم را ټول شوي وو او سيمې ته د امنيتي ځواکونو په رسېدو سره طالبان وتښتېدل.

هغه وايي چې ټپيان د مرديان ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي او د يوه روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ نه دى.

د "فَروَک قلعه" کلي اوسېدونکي محمد شريف وويل چې طالبانو تل د کرنيزو ځمکو پر سر دعوې کولې، خو خلکو فکر نه کاوه چې نښته به وکړي او په ځانګړي ډول به ملکي وګړو ته زيان ورسېږي.

 هغه زياته کړه:((دلته ستونزه نه حل کېږي، کله چې امنيتي ځواکونه له سيمې ووځي، طالبان بېرته راځي او بيا هم خلکو ته ستونزې جوړوي، دولت بايد امنيتي پوستې جوړې کړي.))

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل خوا په کندوز کې د شاهين ٢٠ قول اردو د اوپراسيون مشر جګړن سيد سعدالله وايي چې د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په زوررابي سيمې کې لس کلي له طالبانو چاڼ شوي دي.

هغه پژواک ته وويل چې د ملي اردو او پوليسو په دې عملياتو کې يو طالب له منځه تللى او څلور نور ژوبل شوي دي.

دې امنيتي چارواکي د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو امنيتي چارواکو پرون خبر ورکړى و چې په دې سيمه کې د ځانګړې قطعې يو پوليس وژل شوى دى.

طالبانو په خپله ويبپاڼه کې ادعا کړې چې په دې نښته کې يې درې پوليس وژلي او درې نور يې ژوبل کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.