کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٤): په کابل کې په يوه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د ٥٠٠ کيلوولټه برېښنا د لېږد قرارداد دې د اوس لپاره ودرول شي او له بيا کتنې وروسته دې د وروستي تصميم لپاره کابينې ته وړاندې شي.
د ولسمشر د دويم مرستيال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا موضوع تېره ورځ د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش سره د اوبو او برېښنا وزير او برېښنا شرکت د مشر په ناسته کې فيصله شوه.
سرچينې ليکلي چې په دې ناسته کې پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان د ٥٠٠ کيلو ولټه برېښنا د لېږد لين (توتاپ) د مسير د بدلون په اړه بحث وشو.
ځيني پر دې ټينګار کوي چې دا لين بايد د سالنګونو له مسيرڅخه تېر شي او دليل يې دا دى چې دا لار لنډه ده، خو يوه الماني شرکت چې د دې پروژې د ارزونې مسووليت ور له غاړې دى، دې پايلې ته رسېدلى چې د باميانو د شکاري درې له لارې به د برېښنا د دغه لين تېرېدل غوره وي او د سالنګونو له لارې يې لېږدول ځکه سم نه دي چې په ژمي کې ستونزې لري او غير اقتصادي راځي.
خو د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش له دفتر نه په خپره شوې خبرپاڼه کې د توتاپ پروژې د ٥٠٠ کيلوولټه برېښنا د لين غځولو د قرار داد موضوع پر درېدو د ټينګار تر څنګ ويل شوي چې د سالنګ له لارې ددې مزي لېږدول د دولتي کړنلارې خلاف کار دى.
دانش ويلي چې په تېرو ١٤ کلونو کې د مرکزي ولايتونو د انرژي د تامين په برخه کې هېڅ کوم ښکاره بدلون نه دى راغلى او د دې ساحو خلک په هغه وضعيت کې ژوند کوي چې کلونه پخوا و.
دانش زياته کړې: ((د هېواد د انرژۍ د شل کلنې پراختيا په ماسټر پلان کې تر ٢٠٣٢ کال پورې په دې سيمو کې هېڅ پروژه په پام کې نه ده نيول شوې او دا موضوع د دولت له هغې کړنلارې سره مخالفه ده چې هېواد کې يې د ټولنيز عدالت او متوازنې پراختيا په برخه کې يې لري.))
د ولسمشر دويم مرستيال څرګنده کړه ، ولسمشر اشرف غني په جديت سره امر کړى چې د انرژي د پراختيا پر ماسټر پلان دې له سره کتنه وشي.
هغه همدارنګه وويل چې له شمال نه کابل ته د برېښنا لېږدولو مزي د مسير بدلون او د سالنګ د مسير بدلون بحثونه پخوا په کابينه کې مطرح شوي، په همدې سبب د ځينو لاملونو له مخې د «کاسا ١٠٠٠» پروژې د لېږد مسير له سالنګ نه د بدخشان خاواک مسير ته بدلون وکړ.
د دانش په خبره، اوس هماغه لاملونه د توتاپ پروژې په اړه هم مطرح دي.
نوموړي زياته کړه: ((حکومت مکلف دى چې د خلکو په حق غوښتنو ته ځواب ووايي او د برېښنا مزي د لېږد مسير کې د بدلون د احتمالي توپيرونو لګښت ومني، ځکه خو د دې پروژې مسير بايد پر ملي ګټو، متوازنې پراختيا او د هېوادوالو د سترې برخې پر غوښتنو ولاړ وي.))
سرچينې ليکلي چې د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني په دې ناسته کې وړانديز کړى چې پر پروژه دې يو ځل بيا د برېښنا شرکت له خوا د اوبو او برېښنا وزارت او نورو اړوندو ادارو په مرسته له سره کتنه وشي او د هېواد د ټولو اوسېدونکو اړتياوو ته په پام سره تصميم ونيول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن