ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان والي : ديني عالمان دې  ولسونو ته مثبت پيغامونه ورکړي

د لغمان والي : ديني عالمان دې ولسونو ته مثبت پيغامونه ورکړي

author avatar
11 Jan 2016 - 18:21
د لغمان والي : ديني عالمان دې  ولسونو ته مثبت پيغامونه ورکړي
author avatar
11 Jan 2016 - 18:21

مهترلام(پژواک،٢١مرغومى٩٤): د لغمان والي له ديني عالمانو وغوښتل چې د ټولنې د اصلاح،امنيت د ټينګښت، د سولې د راوستو او پرمختګ برخو کې ولسونو ته مثبت پيغامونه ورکړي.

دغه څرګندونې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د مرغومي په٢١مه د دې ولايت د مرکز او ولسواليو له ديني عالمانو سره په ګډه ناسته کې وکړې.

نعيمي وويل چې د دې ولايت د عالمانو، مشرانو، ځوانانو، بلکې ټولو ولسونو غوښتنې يې د کابينې له هر غړي سره يو په يو شريکې کړې چې په يو شمېر برخو کې دغه ولايت ته عملي پاملرنه هم زياته شوې ده.

نعيمي ديني علماء د ټولنې څراغونه او د ټولنې هغه لارښوونکي وبلل چې ولسونه يې د لارښوونو او درسونو په رڼا کې ژوند کوي.

ده له ديني عالمانو وغوښتل چې د ټولنې د اصلاح،امن،سولې او پرمختګ په کارونو کې ولسونو ته جوړونکي او مثبت پيغامونه ورکړي.

په همدې ناسته کې نعيمي وويل چې يو شمېر پټ او ښکاره لاسونه کار کوي چې د افغانستان په دې حساسو شرايطو کې د فکرونو  ټکر رامنځته کړي او داسې څه عامه ذهنيت ته وړاندې کړي چې پر اساس يې په ټولنه کې نفاق،کرکې،نفرت او بدمرغۍ رامنځته شي.

د لغمان والي له ټولو ولسونو،ځوانانو او رسنيو وغوښتل چې په هيڅ صورت د دغو دسيسو ښکار نه شي.

په ياده ناسته کې ديني عالمانو د حکومت له ټولو ملي تګلارو او کړنو په ټينګه ملاتړ وکړ او له ټولو ولسونو يې وغوښتل چې د امنيت،سولې او ثبات په تامين کې له خپل دولت سره همکاري وکړي.

 همداشان دوی په دغه ناسته کې له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي ترڅو ولسي همکاري نوره هم له دولت سره زياته شي.

دغو عالمانو سيمه ييزحکومت ته ډاډ ورکړ چې په ټولو چارو کې به له دولت سره بشپړه همکاري کوي او هغه کړنې به په ټينګه غندي چې امنيت،سولې او پرمختګ ته زيان رسوي.

د غونډې په پاى کې يادو ديني عالمانو يو پرېکړه ليک هم صادر کړ.

په پرېکړه ليک کې راغلي چې د لغمان ولايت ټول علماء  په ټينګه د خپل دولت او امنيتي ځواکونو ملاتړ کوي او ټولې هغه دسيسې او کړنې په ټينګه غندي چې په ټولنه کې بدمرغي،نفاق او ناخوالې رامنځته کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.