ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز درې نوې تشکيل شوې ولسوالۍ د طالبانو لاس کې دي

د کندوز درې نوې تشکيل شوې ولسوالۍ د طالبانو لاس کې دي

author avatar
11 Jan 2016 - 15:09
د کندوز درې نوې تشکيل شوې ولسوالۍ د طالبانو لاس کې دي
author avatar
11 Jan 2016 - 15:09

کندوز (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٤): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت لپاره په دې وروستيو کې د ولسمشر له خوا درې منظور شوې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي او دولت بايد دا سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

ولسمشر غني دوې مياشتې وړاندې کندوز ته سفر وکړ او له خلکو سره يې ژمنه وکړه چې د اقتاش، کلباد او ګور تيپه ولسوالۍ يې منظورې کړې او بايد تشکيلاتي بهير يې بشپړ شي.

اقتاش په خان اباد ولسوالۍ او کلباد په امام صاحب ولسوالۍ او ګورتپه د کندوز ښار په څنډه کې پراخه ساحې او وګړي لري چې په منظورېدو سره يې اوس د کندوز د اداري واحدونو شمېر ٩ ولسواليو ته ورسېد.

خو د کندوز ولايتي شورا او خلک وايي چې نوې تشکيل شوې ولسوالۍ په داسې سيمو کې دي چې طالبان پرې واکمني کوي.

د کندوز ولايتي شورا غړى مولوي خوش محمد نصرتيار وايي چې دا ولسوالۍ په هغو سيمو کې دي چې طالبان پرې واکمن دي او دولت د طالبانو له خوا د کندوز ښار له نيولو سل ورځې وروسته هم نه دى توانېدلى چې امنيت راولي او د دريو نوو تشکيل شوو ولسواليو لپاره اړينې اسانتياوې رامنځته کړي.

طالبانو د تلې مياشتې په شپږمه نېټه کندوز ښار ونيو او د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې دا ښار له دوو اوونيو وروسته په تدريجي ډول په بشپړه توګه د دولت لاس ته ورغى، خو اوس هم طالبان د کندوز ښار په څنډو کې فعاليت لري.

نصرتيار پژواک خبري اژانس ته وويل: ((حکومت د کندوز د خلکو پر وړاندې اراده نه لري، سره له دې چې د کندوز ښار د نيولو پر مهال خلکو خپل شته او ناشته له لاسه ورکړي او له حکومت يې هيله په ناهيلۍ بدلې شوې، اوس خلک د حکومت پر ژمنو او عمل بې باوره شوي دي.))

هغه وايي چې په کندوز کې نا امنۍ ډېره شوې او دولت نه دى توانېدلى چې امنيت راولي، دولت بايد دا دری نوې تشکيل شوې ولسوالۍ د طالبانو له شتون نه پاکې کړي.

د خان اباد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالمعروف وايي چې د اقتاش ساحه چې شاوخوا سل کلي او زرګونه کورنۍ لري، له شپږو مياشتو راهيسې د طالبانو په واک کې دي او دولت په اسانۍ سره نه شي کولى چې دا پراخه ساحه ونيسي.

هغه زياته کړه، کله چې طالبان د کندوز له ښار نه وشړل شول، له دولتي يې ټول ترلاسه کړي جنګي وسايل په اقتاش او ځينو نورو ساحاتو کې ځاى پر ځاى کړل او په ځينو سړکونو يې ماينونه کېښودل.

هغه زياته کړه: ((کله چې دولت د عملياتو هوډ وکړي، بايد ځمکني او هوايي عمليات دواړه په کې وي او په کندوز کې د طالبانو د ټولو پتنځايونو تر له منځه وړلو پورې دوام ولري.))

د کندوز سرپرست والي حمدالله دانشي وايي، سره له دې چې په کندوز کې درې نوې تشکيل شوي ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي، خو ټاکل شوې ده چې د دې سيمو د چاڼ لپاره په نږدې راتلونکي کې عمليات پيل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.