فيروزکوه (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٤): د درنې واورې ورېدنې له امله د کابل- غور او د دغه ولايت له مرکز سره د اتو ولسواليو نښلوونکې لارې بندې شوې دي.
د غور له پېښو سره د مبارزې مشر حميدالله دادفر نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل چې واوره ورېدنه پرون ماښام د ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې پيل شوې او تر اوسه (له غرمې وروسته لس بجې) هم دوام لري.
دادفر وويل چې واورو د غور له مرکز سره د دغه ولايت د اتو ولسواليو نښلوونکې لارې تړلې دي.
سرچينې زياته کړه، هڅه کوي چې د هوا په ښه کېدو سره د کابل- غور عمومي لار او د دغه ولايت له مرکز سره د اتو ولسواليو نښلوونکې لارې بېرته خلاصې کړي.
د هغه په خبره، له پرون ماښام نه تر نن سهاره په دغه ولايت کې تر ٤٠ سانتي مترو پورې واوره ورېدلې ده.
د غور له پېښو سره د مبارزې مشر اندېښنه وښوده چې د واورې ورېدو د دوام او لارې د بند پاتې کېدو په صورت کې به په ولسواليو کې د خوراکي توکو بيې لوړې شي او کورنۍ به ونه توانېږي چې خپل ناروغان روغتيايي مرکزونو ته ولېږدوي.
له بلې خوا د غور د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست فريد فردوس د ژمي په پيل کې د واورو ورېدو ته هيله څرګندوي.
فردوس پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د واورو له ورېدو سره به د للمو او اوبو د غنمو حاصلات لوړ شي او د ځمکې د اوبو کچه به لوړه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن