کابل(پژواک،٢٢مرغومى٩٤): د ملي دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو ځواکونو د تخار ولايت په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو يو قاضي نيولى دى.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوې دي چې د مرغومي په٢٢مه د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د ملي اردو ځواکونو تېره شپه د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ په غازي اباد کلي کې عمليات کړي دي.
سرچينه ليکي چې په دې عملياتو کې د طالبانو قاضي نجيب الرحمن نيول شوى او د نورو څېړونو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوى دى.
په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې دافغانستان ملي ځواکونه د امنيت د ټينګښت لپاره د شپې او ورځې هڅې کوي.
درقد ولسوالي شاوخوا دوه مياشتې مخکې وسله والو طالبانو نيولې وه خو د روانۍ اوونۍ په لومړيو کې امنيتي ځواکونو دغه ولسوالۍ بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوسته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن