ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“سوله نه منونکي وسله وال مخالفين به له منځه ولاړ شي”

“سوله نه منونکي وسله وال مخالفين به له منځه ولاړ شي”

author avatar
12 Jan 2016 - 19:45
“سوله نه منونکي وسله وال مخالفين به له منځه ولاړ شي”
author avatar
12 Jan 2016 - 19:45

کابل (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٤): د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، "سيمه ييزې سيالۍ" په هېواد کې د افراطي ډلو د رامنځته کېدو لامل شوې او د هېواد شمال ته جګړه، د يو شمېر دليلونو له مخې، لکه زمينه برابرول او نورو لاملونو له امله غځول شوې ده.

خو نوموړي د هېواد د امنيت په ټينګښت کې د خلکو له همکارۍ سربېره څرګنده کړه، امنيتي ځواکونه د هغو کسانو له منځه وړلو ته چمتو دي، چې سولې ته غاړه نه ږدي.

مشرانو جرګې نن د دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزى، د ملي امنيت سرپرست مسعود اندرابي او د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين لوى پاسوال محمد ايوب سالنګي د امنيتي وضعيت په اړه د معلوماتو ورکولو په موخه وربللي وو.

د ملي دفاع وزارت سرپرست په تېر زېږديز کال کې د ناامنيو زياتېدو او د هېواد په شمال کې د نا امنيو زياتېدو ته په اشارې سره وويل: "تېر کال د ډېرو بهرنيو ځواکونو وتل، په شمالي وزيرستان کې د عملياتو ترسره کول او افغانستان ته د افراطي ډلو راتګ او د شمال د ناامنه کولو په موخه له دوه لوريو ګټه اخيستل او له داخل څخه د دوى د لېږد لپاره د زمينې برابرول، د ناامنۍ د ډېرېدو او په شمال کې د مخالفينو د نفوذ له لاملونو څخه ګڼل کېږي."

د نوموړي په وينا، ترهګريزې ډلې چې ډېرى يې ازبکستاني، تاجکستاني، چيچني، قزاقي او نورې افراطي ډلې وې، له غزني، زابل، بادغيس، فارياب او د پاکستان له چترال لوريو څخه د هېواد شمال نا امنه کړ.

هغه د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل: "داسې کسان هم وو، چې په خپلو موټرو کې يې دغه کسان ولېږدول."

ستانکزي څرګنده کړه، چې د امکاناتو د ترلاسه کولو په موخه سيمه ييزې سيالۍ د دې لامل شوې چې په بېلابېلو برخو کې ترهګريزې دلې رامنځته شي. نوموړي د سيمه ييزو سياليو په اړه معلومات وړاندې نه کړل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د بدخشان لاجوردو کان او په دغه ولايت کې ناامنيو ته په اشارې سره وويل، کوم ځاى کې چې کان او عايداتي سرچينې دي، هغه ځايونه د هېواد د دښمنانو له لوري نا امنه کېږي.

نوموړي، د يوې پوښتنې په ځواب کې د امنيتي ځواکونو نيمګړتياوې ومنلې او ويې ويل: "هغه ستونزې چې اوسمهال په هېواد کې شته، امنيتي ځواکونه يې په يواځې سره نه شي حلولى، په يوې داسې جګړه کې دخيل يو چې د سيمې ټولې ترهګريزې ډلې په کې شاملې دي، يواځې امنيتي ځواکونه د دې وړتيا نه لري چې په يوه وخت سره دغه ټولې ستونزې حل کړي، بايد ټول سره يو او د خپلو سياسيونو په مرسته دغه ستونزه حل کړو."

نوموړي له امنيتي ځواکونو سره د خلکو پر همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل، اوسمهال امنيتي ځواکونه په ځانګړي ډول سرحدي پوليس د خلکو له همکارۍ پرته د هېواد پولې نه شي ساتلى.

نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال هم له سرحدي ځواکونو سره د خلکو همکاري شته.

د دفاع وزارت سرپرست، کابل ته د پاکستان د لوى درستيز راحيل شريف د سفر په اړه وويل: "په ټولو هغو ناستو کې چې د حکومت له مشرانو سره وشوې، اساسي بحث پر درېيو مواردو وو، له هرې لارې چې کېږي، د ډيورنډ ليکې له هغه لوري بايد ډزې بندې شي، که چېرې د سولې خبرې اترې پيلېږي، بايد يوه پاليسي په پام کې ونيول شي او دوه عنصر په کې ځاى پر ځاى شي، څو هغه افغانان چې له جګړې لاس اخلي، هغوى ته سياسي فضا رامنځته شي او په خبرو کې ګډون وکړي او کوم کسان چې سوله نه کوي او جګړې ته دوام ورکوي، پر هغوى بايد فضا داسې محدوده شي، څو هغوى خپل پوځي فعاليتونه تر سره نه کړى شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.