د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ملګرو ملتونو د افغان سولې په اړه د څلور اړخيزې غونډې هرکلى وکړ

ملګرو ملتونو د افغان سولې په اړه د څلور اړخيزې غونډې هرکلى وکړ

Jan 12, 2016 - 15:57

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٤):  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) د افغان سولې په اړه د څلور اړخيزې غونـډې د جوړېدو او کار هرکلى وکړ.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پرون د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين په ګډون د سولې د مېکانيزم جوړولو په اړه څلور اړخيزه يوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه.

د يادې غونډې په پاى کې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د همغږۍ څلور اړخيزې غونډې د کار لپاره شرايط تصويب او په افغانستان کې د سولې او پخلاينې بهير د مخته وړلو په موخه د منظمو غونډو پر روانو ساتلو هوکړه وشوه.

دغه راز پرېکړه وشوه چې په دې اړه دويمه غونډه راتلونکې اونۍ د مرغومي په ٢٨مه په کابل کې جوړه شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما له خوا د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د دې غونډې او پرېکړو هرکلى شوى دى.

سرچينې زياته کړې: ((يوناما د افغانستان د سولې په اړه په اسلام اباد کې د تېرې ورځې د څلور اړخیزې ناستې د ټولو برخه والو له خوا د دې خبرې منل مهم ګڼي، چې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ مخامخ بېړنيو خبرو اترو ته اړتيا ده.))

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د يوناما مشر نېکولاس هيسم ويلي، د افغانستان په مشرۍ او مالکيت د سولې او پخلاينې د بهير په اړه نوې ترسره شوې ژمنې رېښتينی اهميت لري.

هغه زياته کړې: ((موږ هيله لرو چې ټولې غاړې به له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او د سولې بهير ته ور دننه او په افغانستان کې دغه خطرناک جنګ ته د پای ټکی کېږدي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، يوناما له هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي چې د سولې د بهير د رامنځ ته کېدو لامل کېږي او د دغه بهير د پرمختګ لپاره به د خپلو دفترونو د وړاندې کولو په ګډون اسانتيا برابروونکي رول ته دوام ورکړي، خو پر دې ټينګار کوي چې د سولې هر ډول خبرې اترې بايد د افغانانو له خوا د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement