ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۱۲ کسيزه وسله واله ډله له حکومت سره يو ځای شوه

ننګرهار کې ۱۲ کسيزه وسله واله ډله له حکومت سره يو ځای شوه

author avatar
12 Jan 2016 - 13:47
ننګرهار کې ۱۲ کسيزه وسله واله ډله له حکومت سره يو ځای شوه
author avatar
12 Jan 2016 - 13:47

جلال اباد (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۴): د ننګرهار والي وايي، هغه ۱۲ کسيزه وسله واله ډله د سولې له پروسې سره يو ځای شوې چې د جلال اباد ـ تورخم لارې ته څېرمه سيمو کې يې ورانکاري فعاليتونه کول.

والي سليم خان کندوزي د مرغومي په ۲۲مه د ننګرهار د سولې په ولايتي کمېټه کې د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا وسله واله  ډله نن د سولې له پروسې سره يو ځای شوه.

کندوزي زياته کړه: ((د ملا رباني په مشرۍ دغو وسله والو طالبانو چې د شينوارو او مومند درې په ولسواليو کې يې ورانکاري فعاليتونه کول له خپلو وسلو سره حکومت ته راغلل او غواړي سوله ييز ژوند پيل کړي.))

والي په اسلام اباد کې د سولې په تړاو پيل شوو خبرو ته په اشارې وويل: ((موږ پر هغو وسله والو چې د بل په اشاره افغانان وژني غږ کوو چې راشي او له خپلې کورنۍ سره په سوله کې ژوند وکړي.))

بلخوا د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې رييس حاجي ملک نذيز پژواک اژانس ته وويل چې دغه ۱۲ وسله وال له خپلو وسلو سره دې پروسې ته راغلي دي.

نذيز زياته کړه چې دا کسان د ملي امنيت رياست په هڅو د سولې له پروسې سره يو ځای شول او ۱۲ ميله وسلې يې ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.

ملک نذيز وويل: ((په دې وروستيو کې ډېرو طالبانو له موږ سره تماسونه نيولي او غواړي چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي، نو ډېر ژر به ډېری وسله وال له حکومت سره يو ځای شي.))

د سولې له پروسې سره د يو ځای شوو وسله والې ډلې مشر ملا رباني له رسنيو سره په خبرو کې وويل: ((موږ په شينوارو او ورڅېرمه ولسواليو کې ورانکاري فعاليتونه کول، پلونه مو الوځول او جګړې مو کولې.))

د نوموړي په وينا، تر دې وروسته هيله لري چې په سوله کې ژوند وکړي؛ ځکه خو د ده په وينا، له حکومت سره يو ځای شول.

د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په دغه ولايت کې ۸۱۰ کسان د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.