د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

واورې د غور د اتو ولسواليو نښلوونکې لارې بندې کړې دي

واورې د غور د اتو ولسواليو نښلوونکې لارې بندې کړې دي

Jan 12, 2016 - 13:50

فيروزکوه (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٤): د درنې واورې ورېدنې له امله د کابل- غور او د دغه ولايت له مرکز سره د اتو ولسواليو نښلوونکې لارې بندې شوې دي.

د غور له پېښو سره د مبارزې مشر حميدالله دادفر نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل چې واوره ورېدنه پرون ماښام د ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې پيل شوې او تر اوسه (له غرمې وروسته لس بجې)  هم دوام لري.

دادفر وويل چې واورو د غور له مرکز سره د دغه ولايت د اتو ولسواليو نښلوونکې لارې تړلې دي.

سرچينې زياته کړه، هڅه کوي چې د هوا په ښه کېدو سره د کابل- غور عمومي لار او د دغه ولايت له مرکز سره د اتو ولسواليو نښلوونکې لارې بېرته خلاصې کړي.

د هغه په خبره، له پرون ماښام نه تر نن سهاره په دغه ولايت کې تر ٤٠ سانتي مترو پورې واوره ورېدلې ده.

د غور له پېښو سره د مبارزې مشر اندېښنه وښوده چې د واورې ورېدو د دوام او لارې د بند پاتې کېدو په صورت کې به په ولسواليو کې د خوراکي توکو بيې لوړې شي او کورنۍ به ونه توانېږي چې خپل ناروغان روغتيايي مرکزونو ته ولېږدوي.

له بلې خوا د غور د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست فريد فردوس د ژمي په پيل کې د واورو ورېدو ته هيله څرګندوي.

فردوس پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د واورو له ورېدو سره به د للمو او اوبو د غنمو حاصلات لوړ شي او د ځمکې د اوبو کچه به لوړه کړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement