ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار کې د هند پر کونسلګرۍ بريد کوونکو د پاکستان له پوځ سره تړاو درلود

په مزار کې د هند پر کونسلګرۍ بريد کوونکو د پاکستان له پوځ سره تړاو درلود

author avatar
12 Jan 2016 - 17:09
په مزار کې د هند پر کونسلګرۍ بريد کوونکو د پاکستان له پوځ سره تړاو درلود
author avatar
12 Jan 2016 - 17:09

مزار شريف (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٤): د بلخ ولايت امنيه قوماندان وايي، په مزار شريف ښار کې د هند پر کونسلګرۍ بريد کوونکي د پاکستان له پوځ سره تړاو درلود.

د هند سفير امر سنها د مرغومي په ١٥مه، سهار مهال له يوه پلاوي سره د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې له خپلې کونسلګرۍ څخه، چې ډله ييز بريد پرې شوى و، ليدنه وکړه.

تېره اوونۍ د مرغومي په ١٥مه، درې وسله وال د مزار شريف ښار څلورمې ناحيې اړونده يوې درې پوړيزې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځايه يې پر هندي کونسلګرۍ بريد کړى و، چې تر ٢٥ ساعتونو جګړې وروسته درې واړه بريدکوونکي د ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شول.

د ځايي چارواکو په وينا، په دې نښته کې يو پوليس ووژل شو، پنځه پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان شوي وو.

د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات د مرغومي په ٢٢مه، په مزار شريف کې خبريالانو ته د خبرو پر مهال وويل، له لومړنيو پلټنو څخه جوته شوې، چې له بريدګرو څخه يې دوو تنو سل په سلو کې د پاکستان له پوځ سره تړاو درلود.

هغه زياته کړه، دغه دوه کسان په ځايي ژبو پښتو او دري نه پوهېدل او په خپل منځ کې يې په اردو ژبه خبرې کولې.

د نوموړي په خبره، دغو بريدګرو نظامي روزنه او زده کړې درلودې او له بشپړ چمتووالي سره راغلي وو.

د سادات په وينا، دا چې دوى څه ډول تر دې ځايه پورې راغلي وو، امنيه قومانداني له ملي امنيت رياست سره په ګډه پر دې کار کوي او لا يې څېړنې بشپړې شوې نه دي.

تر يادې پېښې وروسته، کله چې خبريالانو له يادې ودانۍ څخه ليدنه کوله، نو بريدګرو تر وژل کېدو مخکې پر دېوالونو په اردو ژبه ليکنې کړې وې.

د هندوستان سفير امر سنها د بريد په دويمه ورځ له يادې سيمې څخه د ليدنې پر مهال  ويلي و، چې دا ډول بريدونه د افغانستان او هندوستان اړيکې نه شي خرابولى، بلکې دا اړيکې لا نورې هم پياوړې کوي.

د هند سفير د افغان ځواکونو او د بلخ له والي څخه مننه وکړه، چې پر وخت يې اقدامات وکړل او بريدګر يې ووژل.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.