فراه (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۴): چارواکي وايي، په فراه کې د پوليسو پر اکمالاتي کاروان د بريد پر مهال ١١ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه طالبان او درې پوليس ټپيان دي.
د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د فراه د پشتکوه او اناردرې ولسواليو تر منځ په بابوس سیمه کې د پوليسو پر اکمالاتي کاروان بريد وکړ.
د ده په وينا، په دې نښته کې چې د مازديګر تر پنځو بجو يې دوام وکړ، د ١١ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو تر څنګ له هغوی شل موټرسايکل او سراچې موټر هم پاتې شول.
دى وايي چې پوليسو دغه موټر او موټرسايکلونه وسوځول.
ده وویل چې په یاده جګړه کې درې پولیسو هم برسېرن ټپیان شوي دي.
د فراه د ولایتي روغتون امر ډاکټر عبدالحکیم رسولي هم وويل چې له دې نښتې درې ټپيان چې پولیس دي، روغتون ته ور وړل شوي او سرسري ټپيان دي.
د پشتکوه د مرکز اوسېدونکي محمد د دې نښتې په اړه یواځې دومره وويل: "خبر یم چې درې پولیس ژوبل شوي او زیات شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې."
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې تېره ورځ له غرمې وروسته د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په ګراني سيمه کې د هغوى او دولتي ځواکونو تر منځ سخته نښته شوې ده.
هغوى وايي چې په دې نښته کې دولتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د دوى هم دوه کسان وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن