کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٤): ځيني کارپوهان سره له دې چې له طالبانو سره د سولې خبرو بيا پيل ته هيله من نه دي، خو وايي تر هغو چې په هېواد دننه د سولې په اړه د نظر يووالي نه وي رامنځته شوى او د خبرو لپاره د طالبانو پر شرطونو بحث ونه شي، دا ډله به خبرو ته حاضره نه شي.
د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا څلور اړخيزه ناسته پرون په اسلام کې جوړه شوه او د افغانستان د سولې بهير د مخې ته وړلو پر دوام يې ټينګار وکړ.
په ناسته کې پرېکړه وشوه چې دويمه ناسته به راتلونکې اوونۍ (د مرغومي ٢٨مه) په کابل ترسره شي. پاکستان چې د طالبانو پر ملاتړ تورن دى، ويلي يې دي چې طالبان بايد له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته له کوم قيد او شرط پرته حاضر شي.
خو کارپوهان پر دې باور دي چې له طالبانو سره د سولې خبرو د ميکانيزم د جوړولو لپاره به څلور اړخيزه ناسته کومه مثبته پايله ونه لري او طالبان به هېڅ کله هم د سولې خبرو ته له قيد او شرط پرته حاضر نه شي.
د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز سرپرست رفيع الله نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل، تر هغو چې د طالبانو استازي په ناستو کې ګډون ونه کړي، خپل نظريات او وړانديزونه ونه لري او د سولې ميکانيزم پر مسايلو بحث ونه شي، نو د دې ډول ناستو پايلو ته کومه هيله نه شى کېدلى.
هغه زياته کړه، بايد انتظار وشي چې په کابل کې د جوړېدونکې څلور اړخيزې ناستې جوړېدل څه لاسته راوړنه لري، خو مخکې له دې چې د سولې خبرې له سره پيل شي، بايد له طالبانو سره د خبرو په خبرو کې په هېواد دننه د نظر يووالى رامنځته شي.
نيازي زياته کړه: ((ټولې سياسي ډلې، مشران او شخصيتونه که په نظام کې دننه دي يا بهر، بايد يو نظر ولري؛ ځکه چې په وېشلو نظرياتو سره د سولې پروسه نه بريالۍ کېږي او د يوه واحد نظر په شتون کې کولى شي چې مقابل لوري ته قناعت ورکړي چې د سولې پلويان دي.))
دې کارپوه زياته کړه، د سولې په خبرو اترو کې د هېواد د ګټو تر څنګ بايد د مقابل لوري د غوښتنو په اړه هم بحث وشي.
نوموړى د سولې په خبرو کې د امريکا او چين رول مثبت وباله او ويې ويل چې که چېرې دا دواړه هېوادونه پر پاکستان فشار راوړي، څو له خپلو غوښتنو تېر شي، نو کولى شو چې د خبرو پايلو ته هيله ولرو.
پخواني طالب چارواکي او د افغانستان د راه نجات شورا مشر سيداکبر اغا د سولې خبرو ته له طالبانو سره د زمينې مساعدولو په برخه کې هيله من نه دى.
هغه وويل چې طالبانو تر اوسه د سولې خبرو د بيا پيل په اړه چمتووالى نه دى څرګند کړى.
نوموړي زياته کړه چې په اسلام اباد کې څلور اړخيزه ناسته د پخوانيو هڅو په څېر بې پايلې وه او تر هغو چې د طالبانو غوښتنو ته پاملرنه ونه شي او بهرني ځواکونه له هېواد نه ونه وځي، طالبان به له قيد و شرط پرته له حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن