ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو کاناډايي د طالبانو له پنځه کلن بند وروسته خوشی شو

یو کاناډايي د طالبانو له پنځه کلن بند وروسته خوشی شو

author avatar
12 Jan 2016 - 12:21
یو کاناډايي د طالبانو له پنځه کلن بند وروسته خوشی شو
author avatar
12 Jan 2016 - 12:21

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٤): راپورونه وايي، وسله والو طالبانو هغه کاناډايي وګړی چې پنځه کاله مخکې یې په میدان وردګو ولایت کې نیولی و، د خپلو څو بندیان په بدل کې خوشی کړی دی.

خوشی شوی یاد بهرنی پنځه کاله مخکې وسله والو طالبانو په ميدان وردګو ولايت کې نیولی و او په په غزني ولايت کې ساتل کېده.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د مرغومي په ٢٢مه خبر ورکړ شوی چې د کولين رودرفورډ  په نوم دغه ٣١ کلن وګړى یې، د ٢٠١١ کال په فبرورۍ مياشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال تښتول شوى و.

سرچينې زياته کړې چې نوموړى د قطر هېواد په مرسته خوشی شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دوى به ډېر ژر خپل دغه وګړى هېواد ته ولېږدوي.

د يادونې ده، طالبانو د دغه کاناډايي تر نيولو وروسته ادعا کړې چې هغه د جاسوسۍ لپاره سيمې ته راغلى و.

طالبانو د ٢٠١١ کال په مى مياشت کې د هغه يوه ويـډيو خپره کړې وه،  هغه په کې ويلي وو چې د تاریخي سیمو د لیدو لپاره افغانستان ته راغلی و.

پرون د غزني د ګيرو ولسوالۍ يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو يوه چورلکه په يوه غونډۍ کېناسته او د شاوخو سيمو  امنيت وسله والو طالبانو نيولى و.

سرچينې زياته کړه چې بهرنيو ځواکونو د ياد کاناډايي د خوشي کولو په بدل کې يو شمېر طالبان چې د بګرام په زندان کې بنديان وو، خوشي کړي او سلګونه زره ډالر نغدې پيسې يې هم ورکړې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې ياد کاناډايي وګړى يې پرون په غزني ولايت کې د قطر په منځګړيتوب د مشرتابه له هدايت سره سم د انساني او اسلامي خواخوږۍ له مخې خوشی کړى دى.

پنځه کاله مخکې د ياد کاناډايي تر تښتولو وروسته د ميدان وردګو يوې حکومتي سرچينې پژواک اژانس ته ويلي وو، دوه بهرنيان چې له غزني ولايت څخه کابل ته پر لاره وو، وسله والو طالبانو تښتولي دي.

دې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي زياته کړې وه، ياد بهرنيان چې يوه ښځه او بل نارينه دي، د وردګو د سيداباد ولسوالۍ اړوند د شش ګاو په سيمه کې د کابل- غزني پر لويه لاره له کرولا موټر سره تښتول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.