ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د نا امنیو غځېدو په اړه د اوباما څرګندونې د رواني جګړې برخه دي

شنونکي: د نا امنیو غځېدو په اړه د اوباما څرګندونې د رواني جګړې برخه دي

author avatar
13 Jan 2016 - 17:10
شنونکي: د نا امنیو غځېدو په اړه د اوباما څرګندونې د رواني جګړې برخه دي
author avatar
13 Jan 2016 - 17:10

کابل (پژواک ۲۳ مرغومی ۹۴): شنونکي د امريکا د ولسمشر هغه وروستۍ څرګندونې چې د افغانستان په ګډون به د نړۍ ځينې برخې د داعش له شتون پرته هم د څو لسيزو لپاره نا امنې وي، د امريکا له خوا د رواني جګړې برخه بولي.

د امريکا ولسمشر د افغانستان پر وخت نن سهار په خپله وروستۍ کلنۍ وينا کې داعش او القاعده په مستقيم ډول د امريکا لپاره تهديد وبلل.

هغه وويل: "کېدای شي له داعش پرته هم د نړۍ په ډېرو سيمو لکه منځنۍ اسيا، افغانستان، پاکستان، د مرکزي امريکا ځينو برخو، افريقا او اسيا کې هم د څو لسيزو لپاره بې ثباتي دوام ولري. له دغو سيمو څخه ځينې کېدای شي د تروريستانو لپاره د امن پر ځايونو بدلې شي او ځينې کېدای شي له قومي شخړو او قحطيو سره مخ او ګډوالۍ ته اړ شي."

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد نصرالله ستانکزي، د امريکا د ولسمشر دغه څرګندونې يو ډول رواني جګړه بولي او زياتوي: "که امريکا او د نړۍ ستر قدرتونه غواړي په نړۍ کې افراطيت ته د پای ټکی کېښودل شي، بايد د يادو قدرتونو له لوري بې عدالتي له منځه يووړل شي."

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امريکا او غربي متحدين يې په سيمه کې د ثبات د ټيڼګښت لپاره مدونه ستراتيژي نه لري او دوی په سيمه کې مقطعه يي لوبه کوي.

هغه دا مني، کوم هېوادونه چې بارک اوباما ورته اشاره کړې، تر يوې کچه بې ثباته هم دي او نړيوال په تېره بيا ناټو او متحدين يې د دې بې ثباتۍ د له منځه وړو لپاره ستراتيژي نه لري.

ستانکزي وايي: "لکه څنګه چې اوباما په خپلو خبرو کې اشاره وکړه چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د مسکو او واشنګټن تر منځ اړيکې د ښه والي خوا ته نه ځي، نو په خپله په افغانستان او سيمه کې د افراطي ډلو پر پياوړي کېدو مستقيم اثر لري."

د ده په اند، په نړۍ کې د تروريستې ډلو د له منځه وړو يواځېنۍ لار د ترهګرو ځپل نه دي، بلکې په کار ده چې نړيوال او ستر قدرتونه په نړۍ کې د بې عدالتۍ، فقر او بې سوادۍ ستونزې له منځه يوسي.

د نړيوالو اړيکو پوه، علي اکبر جمشيدي هم د بارک اوباما وروستۍ څرګندوې يو ډول رواني جګړه بولي.

هغه وايي: "امريکا د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د بې ثباتۍ په اړه څرګندونې کوي او له بې ثباتيو سره د مبارزې لپاره غواړي د دوی تر مشرتابه لاندې اتحاديې ولري."

هغه زياته کړه، د يو شمېر هېوادونو په نا امنيو کې د نړۍ د قدرتونو ګټې نغښتې وي نو ځکه دغه قدرتونه نه غواړي هلته نا امنۍ پای ته ورسېږي.

جمشيدي وايي: "مسکو غواړي يو ځل بيا خپل ځان د نړۍ يو پياوړی هېواد وښيي، نو په همدې موخه دوی هم د نړۍ د يو شمېر تروريستې ډلو په ځانګړي ډول داعش پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي؛ نو امريکا له دې ويرې غواړي د سيمې پر يو شمېر هېوادونو کې يو ډول نفوذ ولري."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.