مزارشريف (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۴): د بلخ سوداګر او صنعتکاران وايي، په دغه ولايت کې د زېربناوو نشتوالي، د برېښنا کمښت او لوړو بيو، ګمرګي ستونزو او اداري فساد د صنعت او سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۲۳مه د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې په نوښت جوړه شوې غونډه کې لسګونو سوداګرو او صنعتکارانو يادې ستونزې د کتاب په بڼه له حکومتي چارواکو سره شريکې کړې.
د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرائيه رييس نصيراحمد قاسمي د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی د بلخ او شاوخوا ولايتونو له ۴۰۰ سوداګرو او صنعتکارانو سره د دوی د ستونزو په اړه ناستې او بحثونه کړي دي.
د هغه په وينا، د دوی د ستونزو له اورېدو وروسته يې په بلخ ولايت کې د صنعت او سوداګرۍ د ودې په موخه خپل وړانديزونه او حل لارې د يوه راپور په بڼه ولايتي چارواکو ته سپارلي دي.
نوموړي وويل: ((په بلخ ولايت کې د زېربناوو نشتوالی، د برېښنا لوړه بيه، په ځينو ادارو کې فساد او کاغذ پراني او کمرګي ستونزې د صنعت او سوداګرۍ د پراختيا پر وړاندې خنډونه دي.))
قاسمي وايي، همداراز د شمال ځينو ولايتونو ته د نا امنيو غځېدنې هم په بلخ کې د صنعت او سوداګرۍ د پراختيا پر وړاندې ستونزې پيدا کړې دي.
نوموړي زياته کړه، د صنعت او سوداګرۍ پر وړاندې يادې ستونزې له هېواده د پانګې د تېښتې لامل ګرځېدلی شي.
د هغه په خبره، د سيمه ييزو حکومتي چارواکو تر څنګ بايد د مرکزي حکومت مسوولين هم د بلخ د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو د حل په موخه جدي ګامونه پورته کړي.
د بلخ د صنعتکارانو په ټولنه کې د وړو صنعتونو د پراختيا مسوول يعقوب علي محبي وويل، په دې ولايت کې د صنعتکارانو تر ټولو جدي ستونزې د برېښنا د بيې لوړوالى، د زېربنا لپاره د ځمکو نشتوالی، د جواز اسناد چې يو کلنه موده لري، دي، چې څو ځلې يې له چارواکو سره شريکې کړي، خو عمل پرې نه دى شوى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن