ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ کروندګر روان وچ ژمي اندېښمن کړي

د بلخ کروندګر روان وچ ژمي اندېښمن کړي

author avatar
13 Jan 2016 - 15:32
د بلخ کروندګر روان وچ ژمي اندېښمن کړي
author avatar
13 Jan 2016 - 15:32

مزارشريف (پژواک، ٢٣ مرغومی ۹۴): د بلخ ولايت کروندګر اندېښمن دي چې په روان ژمي کې د ورښت نه کېدو له امله به يې سږنۍ کروندې زيانمنې شي.

دوی وايي، د کښتونو لپاره د ژمي په لومړیو کې اورښت ته ډېره اړتیا وي؛ ځکه کښتونه یې په سلواغې او وري میاشتو کې اوبو ته ډېره اړتیا لری.

خو د بلخ د کرنې رياست مسوولين وايي، تر دې مهاله روان موسم د کښتونو لپاره ډېر د اندېښنې وړ نه دی.

د بلخ د چمتال ولسوالۍ د جرکلا سيمې کروندګر محمدخان پژواک خبري اژانس ته وويل، دمګړۍ کښتونه اوبو ډېره ته اړتيا نه لري، که ورښتونه ونه شي ټولې خوارۍ به یې پر اوبو لاهو شي.

نوموړي زياته کړه: ((د اوس وخت د شوو واورو اوبه جمع کېږي، د کب او وري مياشتو په اوږدو کې د کښتونو د اوبو اړتیا پرې پوره کېږي.))

د هغه په وينا، د بلخ کروندې په ټوله کې د کرنيزو اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي چې هر کال کروندګر د بارانونو او واورو اوبو ته په تمه وي.

محمد خان وويل، اوسمهال په ځمکو کې غنم کرل شوي چې ښايي د اوبو له کمښت سره مخ نه شي، خو له غنمو وروسته چې دوی پنبه کري، هغه بیا د واروې او باران اوبو ته ډېره اړتیا لري.

د چاربولک ولسوالۍ کروندګر حاجي قيوم پژواک ته وويل، اندېښنه لري چې د ژمي موسم لکه اوس چې همداسې وچ تېر نه شي.

نوموړي زياته کړه، اوسمهال کروندې نوې شنې شوې او باغونه د ګل کولو په حال کې دي او که همداسې وچکالي دوام وکړي ښايي زیانمن شي.

هغه په خبره، که واوره ونه شي، فصلونه یخ وهي او بیا حاصل نه کوي.

د بلخ بڼوال بيا وايي، که چېرې ژمی واورې ونه شي، په اوړي کې یې حاصلات زیانمنېږي.

د بلخ د دهدادي ولسوالۍ بڼوال محمدرفيق پژواک ته وويل، بادام په همدې شپو ورځو کې ګل کوي، که چېرې په همدې مهال واوره وشي، نو وروسته بيا د يخ بندۍ وېره نه وي او غوټۍ روغې پاتې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.