تعقيب- لښکرګاه (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٤): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې ځانمرګي بريد کوونکي موخې ته له رسېدو مخکې ځان ته چاودنه ورکړه.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال خان الماس د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن شاوخوا دوه بجې د دريمې امنيتي حوزې اړوند د بولان په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه وايي چې د بريدګر موخه پوليس و خو د لومړنيو معلوماتو له مخې، په بريد کې يواځې يو ملکي وګړی ټپې شوی دى.
د لښکرګاه د دريمې امنيتي حوزې امر سمونوال غلام علي شاکر پژواک ته وويل: ((ځانمرګي بريد کوونکي په کرولا موټر کې ناست و، غوښتل يې چې پر حوزې بريد وکړي خو هدف ته تر رسېدو وړاندې يې ځان ته چاودنه ورکړه.))
شاکر وايي چې د ځانمرګي په دې چاودنه کې يواځې بريدګر وژل شوی او يو ملکې وګړی ټپی شوی دى.
په هلمند کې د ايمرجنسي روغتون چارواکي هم وايي چې له دې چاودنې ورته تر اوسه يو ټپي ور وړل شوى دى.
د پېښې يوه عيني شاهد حيات الله پژواک ته وويل چې چاودنه ډېر زوروره خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال کې ده چى نن سهار شاوخوا ٩ بجې په جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ ته څېرمه په عمومي سړک د پوليسو پر رينجر موټر ځانمرګی بريد وشو.
د دغه ولايت د امنيتي چارواکو په وينا، نننی بريد د ٧ امنيتي سرتېرو او دريو بريدګرو په وژل کېدو او د لسو کسانو په ټپي کېدو غرمه مهال شاوخوا ١٢ بجې پاې ته ورسېد.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن