غزني (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٤): په غزني ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره په يوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله شجاعي د مرغومي په ٢٣مه پژاوک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال د قره باغ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمداسماعيل له خپلو دوو ساتونکو سره په يوه چاودنه کې ووژل شو.
هغه وايي چې چاودنه وروسته له هغه رامنځته شوه چې کله محمد اسماعيل له خپلو ملګرو سره د شېرکلا په سيمه کې پر ګزمه بوخت و.
هغه زياته کړه: ((دغه ماين د افغانستان د دښمنانو له لوري ځاى پر ځاى شوی و چې قوماندان صاحب او ملګري يې په کې و وژل شو.))
شجاعي وايي چې په دغه بريد کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د پېښې يوه عيني شاهد محمد اکبر پژواک ته وويل: ((د سيمه ييزو پوليسو قوماندان له خپلو کسانو سره په رينجر کې ناست و چې چاودنه پرې شوه.))
هغه وايي چې په دې چاودنه کې قوماندان له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوى دى.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې مسووليت پر غاړه نه ده اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن