کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٤ ): د افغان ملت ګوند عمومي منشي وايي چې د " نوي افغانستان ملي جبهې" څخه ددې ګوند ملاتړ په اړه خپرې شوې ادعاګانې ناسمې دي.
عبدالقيوم عارف نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې سياسي خوځښت " د نوي افغانستان ملي جبهه" د انورالحق احدي له لوري جوړه شوې ده او افغان ملت ګوند له دې جبهې څخه ملاتړ نه کوي.
د هغه په وينا، يو شمېر رسنيو په دې اړه راپورونه خپاره کړي دي په داسې حال کې چې احدي د افغان ملت ګوند په تشکيلاتي جوړښت او ددې ګوند په پرېکړو کې نقش نه لري او يوازې د افتخاري رييس لقب ورکړل شوى دى.
عارف زياته کړه :" افغان ملت ګوند مخکې د افغانستان ملي يووالي له حکومت څخه ملاتړ اعلان کړى و او اوس هم له حکومت څخه ملاتړ کوي، خو هېڅکله به له هغو کسانو څخه چې د خپلو شخصي ګټو او سياسي بقا لپاره کار کوي، ملاتړ و نه کړي."
د نوي افغانستان ملي جبهې، د انوارالحق احدي په مشرۍ د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې نن کابل کې خپل شتون اعلان کړ.
ددې جبهې د مشرتابه شورا غړي صديق احمد پتمن پژواک ته وويل چې د نوي افغانستان ملي جبهه د شپږو رسمي او ١١ غيررسمي ګوندونو او د ملي شورا يو شمېر غړو په ګډون افغانستان کې د مثبت بدلون رامنځ ته کولو ، د قانون ټينګښت، ولسواکي او ټولنيز عدالت په موخه رامنځ ته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن