ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ځیني سرپرست رييسان د شتمنیو له ثبتولو ډډه کوي

د بلخ ځیني سرپرست رييسان د شتمنیو له ثبتولو ډډه کوي

author avatar
14 Jan 2016 - 16:22
د بلخ ځیني سرپرست رييسان د شتمنیو له ثبتولو ډډه کوي
author avatar
14 Jan 2016 - 16:22

مزارشريف (پژواک، ۲٤ مرغومی ۹۴): په شمال زون کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، د بلخ ولايت ځيني سرپرست رييسان د خپلو شتمنيو په ثبتولو کې ناغېړي کوي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۲٤مه د بلخ ولايت د امنيتي چارواکو د شتمنیو ثبتولو لړۍ د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رياست له خوا پيل شوه.

د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس عبدالرشيد حليمي پژواک خبري ته وويل، نن يې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولينو، د بلخ د امنيه قوماندان په ګډون د دې قومندانۍ د نورو امنيتي مسوولينو د شتمنيو د ثبت لړۍ پيل کړه.

نوموړي که څه هم په بلخ کې د دولتي او امنيتي چارواکو د شتمنیو د ثبت لړۍ بريالۍ وبلله؛ خو زياته يې کړه چې د بلخ ځيني سرپرست رييسان د خپلو شتمنيو له ثبتېدو ډډه کوي.

د هغه په وينا، دوی ټولو دولتي چارواکو ته د شتمنیو د ثبت فورمې استولې؛ خو سرپرست رييسانو د ټاکلې مودې پر اوښتو سربېره هم لا خپلې شتمنۍ ثبت کړې نه دي.

حليمي وويل، دوی دليل وړاندې کوي چې سرپرست رييسان دي چې دغه دليل يې معقول نه دى.

نوموړي زياته کړه، که چېرې تر راتلونکو شلو ورځو پورې د بلخ سرپرست رييسانو د شتمنیو د ثبت فورمې ډکې نه کړي او دوی ته ونه سپاري؛ نو له رسنيو سره به يې نومونه شريک کړي.

خو د بلخ د والي د دفتر رييس قيس مهرايين پژواک ته وويل، دوی ټولو دولتي ادارو ته رسمي خبر ورکړی چې د شتمنیو د ثبت په پروسه کې ګړندي و اوسي.

نوموړي زياته کړه، دوی به په دې کار وکړي چې کومو رييسانو لا هم خپلې دارايۍ نه دې ثبت کړې.

د بلخ د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز د اداري فساد پر وړاندې د څارنې د ګډې کمېټې مسوول نجيب پيکان وويل، د فساد د مخنيوي لپاره يواځې د دولتي مامورينو د شتمنیو ثبت بسنه نه کوي، بلکې د دولتي ادارو د کړنو سمه څارنه دې وشي.

د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ریيس حليمي وويل، د افغانستان د کابينې وروستۍ پرېکړې د اداري فساد پر وړاندې د دوی د مبارزې لاسونه لنډ کړي دي.

نوموړي زياته کړه، د کابينې د فيصلې له مخې له دوی څخه په دولتي ادارو کې د څارنې حق اخي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.