ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل تاریخي ځایونه د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي

د زابل تاریخي ځایونه د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
14 Jan 2016 - 16:41
د زابل تاریخي ځایونه د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
14 Jan 2016 - 16:41

کلات (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٤): په زابل ولایت کې تاريخي ځايونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

د دغه ولايت ځينې اوسېدونکي او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي چې د زابل لسګونه تاريخي سيمي اوسمهال د له منځه تلو په حال کې دي.

د مرکز کلات ښار اوسېدونکي لعل محمد د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شیخ مټي بابا مزار، د غشي رباط، د حسن متي مزار، ګرماو او شامردان تاریخي سیمي، په شینکۍ او شاه جوی ولسواليو کې جنګي تاريخي کلاګانې او نور تاريخې سيمې هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

په کلات کې قومي مشر اغامحمد هم اندېښمن دی چې د دغه ولايت ډېرې تاريخې سيمې د له منځه تلو په حال کې دي.

هغه وايي چې د دغه ولايت د  اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر اوسه د تاريخي ځايونو د ساتنې لپاره هېڅ اقدام نه دى کړى.

هغه زياته کړه: ((په نورو ولايتونو کې تاريخي سيمو ته پاملرنه کېږي خو زموږ په سيمه کې نه کېږي حکومت بايد دوه ګونى چلند ونه کړي.))

خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالمقیم افغان پژواک ته وويل چې څو ځلې يې د تاريخي ځايونونو د ويجاړېدو مسئله له وزارت سره شريکه کړې ده.

هغه وايي چې ژمنې ورسره شوې دي خو تر اوسه د بيارغونې لپاره يې بوديجه نه ده ورکړل شوې.

هغه دا هم وويل چې يو شمېر تاريخي سيمې په نا امنو سيمو کې دي چې دوی نه شي کولاى د بيارغونې لپاره يې اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د زابل تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم تاريخي سيمې او اثار د له منځه تلو په حال کې دي خو تر اوسه اړينه پاملرنه ورته نه ده شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.