زرنج (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٤): نيمروز ولايت کې سلګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې د يوه کم عمره ماشوم قاتلانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.
پنځه کلن زکريا درې اونۍ وړاندې د نيمروز مرکز زرنج ښار له لومړۍ ناحيې اړونده سيمې څخه وتښتول شو، چې مړى يې بيا تېره اونۍ وموندل شو.
سړي تښتوونکو د ماشوم مړى له څلور شپو ورځو وروسته له څاه را ايستلى او کله يې چې غوښتل چې ياد ماشوم د زرنج ښار په يوه دولتي هستوګنيزه ودانۍ کې خښ کړي، دغه مهال نيول شوي دي. پوليسو د ماشوم د ترور زوى له درېيو نورو کسانو سره نيولي دي.
نن د ماشوم د کورنۍ په ګډون سلګونه کسان په زرنج ښار کې سره راغونډ شوي وو او د پوليسو له لوري د سړي تښتوونکو د دغه کار د ستاينې ترڅنګ له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د يادې پېښې عاملينو ته خپله سزا ورکړي.
د ياد ماشوم نيکه عبدالقيوم وويل: "زموږ په حق کې ظلم شوى، لمسى مې په سخت ظلم سره وژل شوى او دولت بايد زکريا قاتلان اعدام کړي."
دغه لاريون د "اواى زرنج" په نوم د يوه فرهنګي بنسټ له لوري ترتيب شوى او د دغه بنسټ غړي عبدالهادي بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل، موخه يې د عدالت ټينګښت او د ماشومانو خونديتوب دى، څو حکومت خپلې ټولنې او په ځانګړي ډول د ماشومانو خونديتوب ته پوره پام وکړي.
هغه زياته کړه: "که چېرې دولت د خلکو غوښتنې ته پام ونه کړي، نو خپلو مدني خوځښتونو ته به دوام ورکړي."
خو د نيمروز امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال عبدالهادي عزيزي وويل، له نيول شويو کسانو څخه څېړنې بشپړې شوې او دوسيه به يې راتلونکې شنبه د کورني امنيت د جرمونو څارنوالۍ ته وسپاري او له دوى سره به د قانون په چوکاټ کې چلند وشي.
له دې وړاندې د نيمروز د بشر حقونو سيمه ييز کميسيون هم د دغه ماشوم قاتلانو ته د سزا غوښتنه کړې وه.
د روان کال په اوږدو کې په دغه ولايت کې پنځه ماشومان تښتول شوي، چې له دې ډلې يې يو ماشوم وژل شوى او پاتې څلور يې پوليسو د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن