ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځينو لومړنيو خوراکي او سون توکو بيې راټيټې شوې دي

د ځينو لومړنيو خوراکي او سون توکو بيې راټيټې شوې دي

author avatar
14 Jan 2016 - 19:52
د ځينو لومړنيو خوراکي او سون توکو بيې راټيټې شوې دي
author avatar
14 Jan 2016 - 19:52

کابل (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٤): کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د تېلو، اوبلن ګازو او غوړيو بيې راټيټې شوې دي.

د "شهرارا" د تېلو ټانک يوه کارکوونکي غلام سخي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه لېتر پټرول تېلو بيه له ٤٦ افغانيو ٤٤ افغانيو او د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه له ٣٩ افغانيو ٣٧ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

په روانه اونۍ کې د ګازو بيه هم راټيټه شوې ده.

د تايمني په سيمه کې يوه ګاز پلورونکي محمد شريف وويل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه له ٥٠ افغانيو ٤٥ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

د هغه په وينا، د تېلو او اوبلن ګازو بيې په نړيوالو بازارونو کې د بيې د کمښت او هېواد ته د ډېرو وارداتو له امله راکمې شوې دي.

د سون لرګيو بيه هم د تېرې اونۍ په پرتله راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي خان محمد وويل، نن د تېرو ٧ ورځو په څېر د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٦٥٠٠ افغانۍ او د ارچې لرګيو بيه بيا ٦٣٠٠ افغانۍ وه.

د اوړو، غوړيو او بورې په بيو کې هم کم بدلون راغلى دى.

د کابل ښار خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وايي، نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د لومړي درجه ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړو بيه له ١٤٥٠ افغانيو ١٤٤٠ افغانيو، ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره له ١٩٨٠ افغانيو ١٩٧٠ افغانيو او شپاړس لېتره مومن غوړي له ٩٨٠ افغانيو ٩٧٠ افغانيو ته راټيټي شوې ده.

دغه راز د کابل منډوي د يوه چاى پلورونکي فضل احمد په وينا، نن د تېرې نپجشنبې په څېر د مدينه په نوم د يوه کيلو شنه چاى عمده پلور بيه ٢٢٠ افغانۍ او د يوه کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ ده.

د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيه له عمده پلور بيې سره په يو شمېر مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې توپير لري.

د کابل ښار د دهنه باغ سيمې يوه هټۍ وال احمد هارون وويل، نن د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې پرچون پلور بيه ٢٠٥٠ افغانۍ، شپاړس لېتره مومن غوړيو بيه ١٠٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وريژې ١٩٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو شين مدينه چاى په ٢٦٠ افغانۍ دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.