ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار هوایي بریدونو کې د داعش ۵۵ وسله وال وژل شوي

د ننګرهار هوایي بریدونو کې د داعش ۵۵ وسله وال وژل شوي

author avatar
15 Jan 2016 - 14:31
د ننګرهار هوایي بریدونو کې د داعش ۵۵ وسله وال وژل شوي
author avatar
15 Jan 2016 - 14:31

جلال اباد (پژواک، ٢٥مرغومى ٩٤) : په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش د ۵۵ وسله والو  د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بهرنيو ځواکونو جيټ الوتکو ددغه ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ د هارون بابا، ماڼو او شابۍ په سيمو کې پر  داعش وسله والو  بمبار کړى دى .

هغه زياته کړه چې په دې بمبار کې د داعش ډلې  ٣٦وسله وال وژل شوي دي .

د هسکې مېنې يوه اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل چې تېره شپه په يادو سيمو کې سخت بمبار شوى ، خو د ځاني زيان په اړه يې معلومات نه لري .

بل خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وایي چې په نازیانو او اچین ولسوالیو کې هم د هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعش ۱۹ وسله وال وژل شوي دي. 

تراوسه داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي .

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هسکې مېنې په ګاونډولسوالۍ اچين کې د هوايي بريدونو له امله د داعش د مشر حافظ سعيد په ګډون د يوشمېر وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى و ، خو اوس ويل کيږي چې حافظ سعيد نه دى وژل شوى .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.