محمود راقي (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٤): ولسمشر اشرف غني کاپيسا ته د سفر پر مهال د دغه ولايت د ستونزو هواري لپاره د يوه پلاوي لېـږلو اعلان وکړ.
د کاپيسا والي سيد خالد هاشمي د مرغومي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو د ولايت مرکز محمود راقي ته ورسېد.
هغه زياته کړه، ولسمشر د دې ولايت له ځايي ملکي، امنيتي چارواکو او د خلکو له استازو سره د بندو درواز تر شا يو ساعت غونډه وکړه.
والي وايي، تر هغه وروسته ولسمشر د ولايت د غونډو په تالار کې په هغې غونډه کې ګډون وکړ، چې د دې ولايت سلګونو علماوو، قومي مشرانو، د خلکو او ښځو استازو په کې ګډون کړى و.
د کاپيسا د ولايتي شورا رييس حسن سنجني، د علماوو شورا رييس مولوي ګل محمد، د انکشافي شورا رييس او نورو خلکو د دې ولايت ستونزې او غوښتنې ولسمشر ته وړاندې کړې.
ولسمشر اشرف غني د دوى د خبرو تر اورېدو وروسته د يوه پلاوي اعلان وکړ، چې ډېر ژر به دغه ولايت ته سفر وکړي او د خلکو ستونزو ته به د هواري لارې چارې ولټوي.
هغه په ځانګړې توګه د دې ولايت د روغتيا، سړکونو، د پنجشېر سيند د سېلابونو د مخنيوي او د کرنې په برخه کې د بيارغونې د ګڼ شمېر پروژو پيلولو ژمنې وکړې.
ولسمشر دغه راز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به د دې ولايت د البيروني پوهنتون د ودانۍ او په کې د بيارغونې نورې چارې پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن