کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٤): ملي دفاع وزارت په پنځو ولايتونو کې د ٩٤ وسله والو طالبان د وژل کېدو، د ٢٤ د ټپي کېدو او ٢٠ نورو د ژوندي نيول کېدو ادعا کوي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې چې د مرغومي په ٢٦مه د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته استول شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان امنيتي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ننګرهار په ده بالا او اچین، د لغمان د قرغیو، د خوست د جاجي میدان، د سرپل په مرکز او د هلمند په ګرشک او خانشین ولسوالیو کې چاڼيز عمليات کړي دي.
د سرچيني په حواله، په دغو عملياتو کې ٩٤ وسله وال طالبان او دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي او ٢٤ طالبان ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو عملياتو پر مهال ٢٠ وسله وال طالبان ژوندي نيول شوي دي.
سرچنيه زياتوي چې په دغو عملیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي او په لسګونه کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې افغان امنيتي ځواکونه په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه اړينې هلې ځلې کوي.
د ملي دفاع وزارت په اعلاميه کې ادعا شوې چې وسله وال مخالفین د افغانستان امنیتي اودفاعي ځواکونو پر وړاندې د مبارزې توان نه لري او تل یې کوښښ دا دی چې د تبلیغاتو له لارې ځان غښتلی وښیي.
وسله والو طالبانو د يادو عملياتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو يوه پوسته نيولې دي.
هغه وايي چې يادې پوستې د سقوط پر مهال ځیني وسلې هم د وسله والو لاس ته ورغلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن