تالقان (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٤): د تخار د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت درې کار کوونکي د بډې اخيستو په تور نيول شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کار کوونکي د تخار له يو اوسېدونکي د جرمې دوسيې د حل په برخه کې د پيسو اخيستو پر مهال لاس په لاس نيول شوي دي.
اسير له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د يادو کارکوونکو نومونه په ډاګه نه کړل خو زياته يې کړه چې دوسيې يې پوځي څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.
هغه زياته کړه: ((د تخار والي او امنيه قوماندان په دغه ولايت کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه گړندۍ کړې ده او په دې برخه کې يې ځيني اعلاميې هم خپرې کړې دي.))
دغه راز د تخار د والي وياند سنت الله تيمور هم د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مديريت د دريو کار کوونکو نيول کېدل تاييد کړل.
هغه وويل چې د تخار والي د شکايتونو د ثبتولو لپاره د ولايت په مقام کې يو ټيلېفون فعال کړى او خلک کولاى شي چې خپل شکايتونه له دې لارې په خپله له والي سره شريک کړي.
نوموړی وايي: ((په دولتي ادارو کې چې له خلکو پیسې غوښتل کېږي، خلک ولايت مقام ته ټيلېفون کوي او د رشوت ورکولو پر مهال، سمدستي رشوت اخيستونکى کس نیول کېږي او څارنوالۍ ته پېژندل کېږي.))
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د تخار والي د دغه ولايت د ملکي او پوځي برخې ٩ کارکوونکي چې ډېری پوليس افسران وو، د بډې اخيستنې په تور څارنوالۍ ته معرفي کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن