ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هسکه مېنه کې د داعش ٢٢ وسله وال وژل شوي

هسکه مېنه کې د داعش ٢٢ وسله وال وژل شوي

author avatar
17 Jan 2016 - 11:43
هسکه مېنه کې د داعش ٢٢ وسله وال وژل شوي
author avatar
17 Jan 2016 - 11:43

جلال اباد (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٤): چارواکي وايي چې په  ننګرهار ولايت کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش ٢٢ نور  وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بې پيلوټه بريدونه پرون ماښام مهال د هسکې مېنې  ولسوالۍ د شابۍ تنګي په سيمه کې شوي دي.

هغه زياته کړه چې په بريدونو کې د داعش ٢٢ وسله وال وژل شوي چې يو شمېر مهم کسان يې هم په کې شامل دي.

د نوموړي په وينا، په دغو  بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پرون هم ځايي چارواکو په ياده سيمه کې د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د داعش د ٢١ وسله والو د وژلو خبر ورکړى و.

هسکه مېنه د ننګرهار لرې پرته سيمه ده، هلته ټيلېفوني اړيکې نه نيول کېږي؛ ځکه له ازادو سرچينو څخه معلومات اخيستل ستونزمن کار دى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.