ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې  له ۴۶٠ څخه زيات قاچاقي چارتراش ونيول شول

کونړ کې له ۴۶٠ څخه زيات قاچاقي چارتراش ونيول شول

author avatar
17 Jan 2016 - 18:33
کونړ کې  له ۴۶٠ څخه زيات قاچاقي چارتراش ونيول شول
author avatar
17 Jan 2016 - 18:33

اسعد اباد (پژواک، ٢٧ مرغومى ٩٤): د کونړ چارواکي وايي ،چې په نورګل ولسوالۍ کې يې سلګونه قاچاقي چارتراش چې په لاريو کې بار وو، نيولي دي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د امنيتي ځواکونو او ولايتي ادارې په ګډو هڅو د نورګل ولسوالۍ په زېړي بابا سيمه کې په درېيو لاريو کې بار ٤٦٢ چارتراش او ٢٠٠ فټه نور لرګي، چې په قاچاقي توګه له کونړه ننګرهار ته وړل کېدل، نيول شوي دي.

ده زياته کړه، په دې قاچاقو کې ځينو پوليسو په خپلو دندو کې وظيفوي غفلت کړى، ځکه چې له ډېرو امنيتي پوستو دغه بار لارې تېرې شوې دي.

د هغه په وينا، درې کاله وړاندې د وزيرانو شورا د مصوبې پربنسټ له کونړ ولايت څخه د پخو موادو لکه دروازو، اشه دارو او، فرنېچر او داسې نورو توکو د لېږد اجازه هغه هم د ګمرک له محصول وروسته موجوده وه، خو هغه موده تېره ورځ (د مرغومي ٢٦مه) پاى ته ورسېده، چې له دې وروسته له کونړ څخه د هر ډول پخو موادو لېږد هم بند شول.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل وايي چې دغه قاچاق د ټاکل شوي کميسيون له لوري چې پوليس، ملي امنيت، ولايت مقام، ملي پوځ او د ځينو نورو ادارو استازي په کې ګډون لري، د شپې په دوه بجو نيول شوي دي.

د ده په خبره، د دې قاچاقو عاملين له سيمې تښتېدلي، خو موټر او چارتراش د کميسيون لاس ته ورغلي دي او پوليس هڅه کوي د دې قاچاقو اصلي عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د کونړ د ولايتي شورا مشر جمال الدين سيار بيا وايي، چې د چارتراشو په قاچاق کې د پوليسو ځينې مسوولين شريک دي، ځکه خو په پاخه سړک په لاريو کې بارېږي او له کونړه وړل کېږي.

هغه زياته کړه: د تېرې شپې قاچاق د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ نه بار شوي او په لسګونو امنيتي پوستو نه تېر شوي دي.

نوموړي ژمنه وکړه چې د دې قاچاقو اصلي عاملين به پيدا کوي او ولس ته به يې ور په ګوته کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.