جلال اباد (پژواک،۲۸ مرغومی۹۴): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي، په تېرو څو ورځو کې يې ۱۹ تنه د ځمکو غاصبين نيولي او دوسيې يې قضايي ادارو ته سپارل شوې دي.
امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د مرغومي په ۲۸مه، پژواک اژانس ته وويل چې د ولسمشر د امر پر بنسټ يې د کانال د غصب شوو ځمکو د غاصينو د نيولو لړۍ پيل کړې او ژر به دا ځمکې راوګرځوي.
ده زياته کړه: ((موږ تراوسه ۱۹ کسه د ځمکو غاصين نيولي، دا لړۍ به روانه وي، ځکه د ولسمشر د امر پر بنسټ د کانال د ځمکو غاصبين نيسو او ځمکې ترې بېرته راګرځوو.))
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((موږ ټول غاصبين چې په هره کچه وي، نيسو، د بېلګې په ډول حاجي فاروق، چې د ځمکې شکل ته يې بدلون ورکړی و، نيول شوی.))
هغه په ښکاره د چا نوم وانخيست ، خو ملي پانګه وال ګلمراد ته يې په اشارې وويل: ((د حاجي فاروق شريک مو هم څارنوالۍ ته سپارلی، څارنوالۍ سمدلاسه د الزامي اسنادو د نشتوالي له امله په ضمانت خوشې کړی.))
امنيه قوماندان وويل، د کانال د غصب شوو ځمکو قرارداد لغوه شوی او ډېر ژر به دا ځمکې بېرته را وګرځول شي.
د ننګرهار کانال ۲۵ هکتاره ځمکه د حاجي فاروق او حاجي ګلمراد له لوري د دوی په وينا، د ۹۰ کلونو لپاره په قرارداد اخيستل شوې، خو سيمه ييزه اداره او ولايتي شورا وايي، چې پخواني ولسمشر دا قرارداد لغوه کړی و.
يادو ملي سوداګرو تراوسه د نيول کېدو او څارنوالۍ ته يې د دوسيو د سپارلو په تړاو پژواک اژانس ته څه نه دي ويلي، خو حاجي فاروق موده مخکې ويلي و، چې دا ځمکې يې په رسمي قرارداد اخيستې دي.
اخوا د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت پژواک اژانس ته وويل، چې د کانال د ځمکو د يوه غاصب له نيولو خبر دی او هيله لري، چې نور هم ونيول شي.
هغه زياته کړه: ((ولسمشر امنيه قوماندان ته قاطع امر وکړ، چې د کانال د ځمکو غاصبين ونيسي، نو بايد ويې نيسې.))
په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون پژواک اژانس ته وويل، چې د ولسمشر د دې امر او د ننګرهار د امنيتي ارګانونو د دغه اقدام هرکلی کوي.
سباوون وايي: ((په ننګرهار کې د ځمکو غصب لويه ستونزه ده، موږ هيلو لرو، د غاصبينو په نيولو کې توپيري چلند ونه شي او هغو چې په دې کار کې لاس لري، بايد محاکمه شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن