ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انوارالحق احدي حکومت په ټاکنو کې د ځنډ اصلي لامل وباله

author avatar
19 Jan 2016 - 18:34
author avatar
19 Jan 2016 - 18:34

کابل (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٤): د "افغانستان نوې ملي جبهې" د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د مهالوېش له اعلان څخه د ملاتړ ترڅنګ هم مهاله په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د تر سره کولو او له رڼو ټاکنو څخه د نړيوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د يادې جبهې مشر انوارالحق احدي چې نن (د مرغومي ٢٩ مه) په کابل کې په يوه خبري ناسته کې خبرې کول؛ د ملي يووالي حکومت په ټاکنو کې د ځنډ رامنځته کولو اصلي لامل وباله.

د اساسي قانون پر بنسټ، د ولسي جرګې کاري دوره د پنځم کال د چنګاښ مياشتې په لومړۍ نېټه د ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته پاى ته رسيږي او د ولسي جرګې  ټاکنې د ١٣٩٤ لمريز کال په غويي يا غبرګولي مياشتو کې تر سره شوې وى، خو پر دې سربېره چې د غويي دويمه د ټاکنو کميسيون لوري د ټاکنو د تر سره کولو ورځ اعلان شوې وه، تر اوسه پورې يې برخليک معلوم نه شو.

هغه د دې خبرې په څرګندولو سره چې دغه جبهه د رڼو د ټاکنو د تر سره کولو غوښتونکې ده؛ زياته کړه چې غيررڼې ټاکنې نه يوازې د خلکو اراده نه شي تمثيلولى، بلکې د لا ډېرې بې ثباتۍ لامل هم کېدلى شي.

 نوموړي ورته مهال د ټاکنيزو کميسيونونو پر کړنو باندې د نيوکو ترڅنګ وويل: "بايد په ډاګه شي چې دغه کميسيونونه څرنګه رڼې ټاکنې تر سره کوي، له تېرې تجربې خوشاله زړه نه لرو، د ټاکنو کميسيون د وړتيا د نتشون له امله نږدې و، چې هېواد د کورنۍ جګړې پر لوري بوځي."

 احدي د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه، دا د ټاکنو کميسيون او د ټاکنو اصلاحاتو کميسيون دنده ده، چې د درغليو ډولونه له پخوا په ډاګه او په ټاکنو کې د روڼتيا ستونزې له منځه وړل، خلکو او سياسونو ته وړاندې کړي او هغوى ته بايد ډاډ ورکړي چې رڼې ټاکنې به تر سره کوي.

 پر دې سربېره هغه وويل، چې تر اوسه پورې د ټاکنو د روڼتيا په برخه کې کوم ګام نه دى پورته شوى، چې په پايله کې يې به يې په غالب احتمال سره راتلونکې ټاکنې د تېر په څېر غېررڼې وي.

 د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر په داسې حال کې چې غيررڼې ټاکنې رد کړې، هغه د افغانستان د ثبات لپاره سخت خطر وباله.

 نوموړي وويل، چې جبهه د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې مياشتې د ٢٤ مې نېټې د ټاکنو له تر سره کېدو په داسې حال کې ملاتړ کوي، چې د ټاکنو او ټاکنيزو اصلاحاتو کميسيونونه په راتلونکو څلورو مياشتو کې د ټاکنو د روڼتيا په برخه کې اغېزناک او څرګنده ګامونه پورته کړي.

 هغه پر دې سربېره وويل: "زموږ وړانديز دا دى چې د ولسمشرۍ ټاکنې هم له پارلماني او ولسواليو شوراګانو ټاکنو سره هم مهاله تر سره شي، ځکه چې د ملي يووالي حکومت نور مشروعيت نه لري."

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د پارلماني او ولسواليو شوراګانو له ټاکنو سره هم مهاله د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کول، له ډېرو لګښتونو مخنيوى کوي، وويل: "موږ نه غواړو چې ټاکنې له دې نورې هم وځنډيږي، ځکه اوسنى حکومت يو ښه حکومت نه دى، دغه راز کارونه په ښه ډول پر مخ نه ځي او ټاکنې بايد له وخته وړاندې تر سره شي."

 ولسمشر محمد اشرف غني دوه اونۍ وړاندې ويلي و، چې حکومت ټاکنو تر سره کولو ته چمتو دى او دغه ټاکنې به راتلونکى کال منى يا اوړى تر سره شي، خو د هغه په وينا د ټاکنو د کره نېټې تر سره کول؛ د ټاکنو کميسيون له واکونو بلل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.