قلعه نو(پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٤):د بادغيس له مرکز څخه د دې ولايت تر قادس ولسوالۍ پورې پر ٣٥ کيلومتره سړک د کرېړ اچولو کار بشپړ شو.
د بادغيس د فوايد عامې رياست مشره انجنير مليحه وايي، چې د دې پروژې ٣٥ ميليونه افغانۍ لګښت د فوايد عامې وزارت له بوديجې څخه ورکړل شوى دى.
هغه زياتوي چې دغه سړک تېر کال د سېلابونو له امله تخريب شوى و او د کرېړ اچولو چارې يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شوې دي.
مليحه وايي، چې پر دې سړک د کرېړ اچولو تر څنګ، شپږ پولګوټي هم جوړ شوي دي.
د قادس ولسوالۍ اوسېدونکى نثاراحمد چې پر ياده لاره سراچه ډوله موټرچلوي وايي چې د سيمې خلک د دې پروژې پر بشپړېدو ډېر خوښ دي.
هغه وويل چې مخکې موټر دغه لاره په نږدې دوو نيمو ساعتونو کې وهله، خو اوس کولى شي چې په يو نيم ساعت کې يې ووهي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن