کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٤): ولسمشر اشرف غني د ايران له ولسمشر سره په ټېلېفوني اړيکه کې پر دې هېواد د لګول شويو اقتصادي بنديزونو د لرې کولو مبارکي ويلې ده.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره شپه د ټېلېفون له لارې د پام وړ موضوعاتو په هکله خبرې سره وکړې.
سرچينه کاږي، ولسمشر غني د ایران ولسمشر روحاني ته پر ایران د لګول شویو اقتصادي بندیزونو د لرې کولو مبارکي وویله او د سیمې لپاره یې د دې پایلې ګټورې وبللې.
سرچينه زياتوي، دواړو لوریو د هېوادونو تر منځ د شخړو او د نظرونو د اختلاف د حل لپاره د اغېزمنې ډيپلوماسۍ په ارزښت ټینګار وکړ.
د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي اتحاديې له خوا د ايراني د هستوي پروګرام په تړاو څو کلن تحريمونه وړمه ورځ لرې شول. د دې تحريمونو لرې کول به د دې لامل شي، چې ايران د وخت په تېرېدو خپله سل ميليارده ډالره کنګل شوې پانګه لاسته راوړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان پر ايران د تحريمونو لرې کول د افغانستان په ګټه بولي، خو ځينې بيا وايي چې د سم مديريت د نه شتون په صورت کې به د دې تحريمونو په لرې کولو سره د افغانستان ځوان صنايع زيان ويني.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن