زرنج(پژواک، ٢٩مرغومى ٩٤): د نيمروز ولايت مرکز زرنج ښار کې د ملي امنيت يو کارکوونکى د ناپېژندانه وسله والو له لوري ووژل شو.
د نيمروز د ملي امنيت رياست يوه چارواکي د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ماښام د زرنج ښار په شهيدانو څلورلارې کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې معراج الدين د ملي امنيت سيمه ييز کارکوونکى او د زرنج هوايي ډګر د امنيت مسوول و، چې پرون ماښام دوو وسله والو موټر سايکل سپرو په نښه کړ، خو بريدګر له سيمې وتښتېدل.
د نيمروز د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالهادي عزيزي، ددې خبر د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل چې ياد شوى کس د ماښام د لمانځه له ادا کولو وروسته له جومات نه د کور خواته روان و چې له بريد سره مخ شو.
هغه زياته کړه چې پوليسو د بريدګرو د لټون هڅې پيل کړې، خو تر اوسه يې د قضيې په تړاو څوک نه دي نيولي.
په وروستۍ يوه اوونۍ کې دا په زرنج ښار کې د وژنې درېيمه پېښه ده.
درې ورځې وړاندې هم انسان تښتوونکو غوښتل چې يو کس په زور خپل موټر ته د تښتولو په موخه اوچت کړي، خو ددې کس له مقاومت سره مخ شول او وروسته يې وواژه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن