ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې دوه تنه د تبر په وسيله وژل شوي

په هرات کې دوه تنه د تبر په وسيله وژل شوي

author avatar
19 Jan 2016 - 16:11
په هرات کې دوه تنه د تبر په وسيله وژل شوي
author avatar
19 Jan 2016 - 16:11

هرات ښار(پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٤): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي چې په هرات ښار کې يو نارينه او يوه ښځه په تبر وژل شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون شپه د يوې ښځې او يوه نارينه مړي د هرات ښار د يوولسمې ناحيې له شيدايي سيمې د هرات حوزوي روغتون ته ور وړل شوي دي.

د شيرزي په خبره، د عدلي طب څېړنې څرګندوي چې دا دواړه کسان په سر او بدن د تبر په څېر درنې الې د وهلو له امله وژل شوي دي.

شيرزى زياته کړه چې تر اوسه ددې کسانو هويت نه دى څرګند شوى.

په ورته وخت کې د هرات پوليسو وياند عبدالرووف احمدي ، پژواک ته وويل چې دا ښځه او نارينه د استوګنې په يوه کور کې وژل شوي دي.

د احمدي په خبره، تر اوسه د وژنې لامل نه دى څرګند شوى او دا هم نه ده معلومه چې وژل شوي په خپل منځ کې سره څه کېدل؟

احمدي زياته کړه چې په دې اړه څېړنې پيل شوې او تراوسه څوک نه دي نيول شوي.

له بلې خوا د هرات حوزوي روغتون چارواکي وايي چې د روان کال له پيل نه تر اوسه پورې په هرات کې څه باندې ١٠ ښځې د بېلابېلو لاملونو په سبب وژل شوې دي.

ويل کېږي چې د هرات په شيدايي سيمه کې هم د دولت وسله وال مخالفين شتون لري، خو تراوسه ددې ښځې او نارينه د وژنې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى.

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.