کابل (پژواک، ٢٩ مرغومى ٩٤) : د خيبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د يوې چاودنې له امله ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستانيو رسنيو د مرغومي په ٢٩مه، خبر ورکړى چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د پېښور –تورخم پر لويه لاره د کارخانو مارکېټ په سيمه کې شوې ده.
سرچينې وايي، چې چاودنه د ملېشو د يوې امنيتي پوستې ترڅنګ پر يوه نظامي موټر شوې ده، چېرته چې د عامو خلکو ګڼه ګوڼه هم زياته وه.
ځايي امنيتي مسوولينو ويلي، چې په دې چاودنه کې ١٠ تنه وژل شوي او تر ٢٠ زيات نور ټپيان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې دوه تنه د ملېشو سرتېري، يو خبريال او نور عام خلک شامل دي.
پوليس وايي چې ټپيان يې د حيات اباد کمپلېکس روغتون ته وړي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
تر اوسه کومې ډلې ددې چاودنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن