ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باچاخان  پر پوهنتون بريد کې ٢٠تنه وژل شوي او ٥٠ نورټپيان دي

د باچاخان پر پوهنتون بريد کې ٢٠تنه وژل شوي او ٥٠ نورټپيان دي

author avatar
20 Jan 2016 - 11:07
د باچاخان  پر پوهنتون بريد کې ٢٠تنه وژل شوي او ٥٠ نورټپيان دي
author avatar
20 Jan 2016 - 11:07

لومړى تعقيب-کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٤): خيبر پښتونخوا ايالت کې پر باچاخان پوهنتون د وسله والو په ډله ييز بريد کې ٢٠ تنه وژل شوي او تر ٥٠ زيات ټپيان شوي دي.

يوې ډلې وسله والو د مرغومي په ٣٠مه، د سهار په شاوخوا ٩ بجو د خيبر پښتونخوا ايالت د چارسدې په ولسوالۍ کې د باچاخان پر پوهنتون ډله ييز بريد وکړ چې تر درې ساعته نښتې وروسته دا جګړه د بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېده.

د پاکستان د پو‌ځ وياند عاصم باجوه ويلي، چې د پوځ ځانګړي ځواکونه او کومانډو سيمې ته لېږل شوي وو او تر درې ساعته جګړې وروسته يې څلور واړه بريدګر ووژل .

د هغه په وينا، د بريدګرو تر وژل کېدو وروسته د ‌ځانګړو ځواکونو لخوا د پوهنتون ټولې ساحې پاکې ، محصلين ، استادان او نور کارکوونکي خوندي سيمې ته لېږدول شوي دي.

عيني شاهدان وايي چې ځانمرګي بريدګر د پوهنتون له شا لوري څخه د يوه مېلمستون پر دېوال ور اوښتي او د پوهنتون ودانۍ ته يې ځانونه رارسولي وو.

د محمد علي په نامه يوه ځايي اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې بريدګرو پوهنتون ته له ننوتلو سره سم ډزې پيل کړې، لاسي بمونه يې وغورځول او نورې چاودنې يې هم وکړې.

هغه وايي چې په دې پوهنتون کې دخيبر پښتونخوا ايالت د بېلا بېلو سيمو شاوخوا  درې زره محصلين په زده کړو بوخت دي، چې سلګونه يې نجونې دي.

د نوموړي په وينا، په دې بريد کې د ساينس پوهنځي د کيميا د څانګې هغه استاد هم وژل شوى چې څه موده مخکې يې په انګلستان کې د پي ايچ ډي تر کچې لوړو زده کړو له ترلاسه کولو وروسته راستون شوى و.

د خيبر پښتونخوا ايالت د پوليسو مشر مسعود وزيراو ځايي روغتيايي مسوولين وايي چې په دې پېښه کې د يوه استاد، دوه محصلو نجونو  ، څلورو ساتونکو او يوه پوليس په ګډون ٢٠ تنه وژل شوي او تر ٥٠ زيات  ټپيان  دي.

د هغه په وينا، يو شمېر ټپيان د پېښور ښار ، مردان او نورو سيمو روغتونونو ته وړل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف هم تر پېښې وروسته له باچا خان پوهنتون څخه ليدنه کړې ده.

د پاکستانيو رسنيو د راپورونو له مخې، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.