ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خبريالانو حقوقي مسايلو ته دې جدي پام وشي”

“د خبريالانو حقوقي مسايلو ته دې جدي پام وشي”

author avatar
20 Jan 2016 - 18:53
“د خبريالانو حقوقي مسايلو ته دې جدي پام وشي”
author avatar
20 Jan 2016 - 18:53

کندهار (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٤): د سوېلي زون خبريالان وايي، له خپلو قانوني حقوقو بې برخې دي، په کار ده حکومت او رسنۍ جدي پاملرنه ورته وکړي.

دغه موضوع د ژورناليزم د اخلاقي اصولو په هغه يوه ورځني کنفرانس کې مطرح شوه چې په کندهار کې جوړ شوى و.

په دې کنفرانس کې د کندهار تر څنګ د هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو لسګونو خبريالانو ګډون کړى وو.

د غونډې لومړۍ برخه معرفي، هدف او ويناوو ته ځانګړې شوې وه او په دويمه برخه کې يې خبريالانو په ګروپي بڼه د ژورناليزم پر اخلاقي اصولو بحث وکړ او په دې اړه يې خپل نظريات او وړانديزونه شريک کړل.

د ژورناليزم د اخلاقي اصولو په چمتو شوې طرحه کې د ګڼو نورو مادو تر څنګ راغلي وو، چې خبريالان او د رسنيو مسوولين بايد د خپلو دندو پر مهال اخلاقي اصول مراعات کړي او ملي ارزښتونو ته درناوى ولري.

دغه راز په دې طرحه کې يادونه شوې وه چې خبريالان او رسنۍ دې له تبعيض پرته کره معلومات خپاره کړي، د ادارو او اشخاصو د بدنامولو هڅه دې نه کوي، د تاوتريخوالي پر مهال اخيستل شوي انځورونه او ويډيوګانې دې نه خپروي او د ترهګريزو ډلو په ګټه دې تبليغ نه کوي.

په ياده شوې طرحه کې يوه ماده دا هم وه، کله چې يو خبريال د بيان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې کار کوي، بايد له خپل حق څخه دفاع وکړي.

خو خبريالانو نيوکه کوله چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون له تصويبېدو سربېره عملي شوى نه دى، چې له مخې يې لا هم خبريالان معلوماتو ته لاسرسى نه لري.

کندهار مېشتي خبريال محمد ابراهيم سپېڅلي د خپل کاري ګروپ په استازولۍ وويل، حکومت ته په کار دي چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون د عملي کېدو په برخه کې جدي کار وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه قانون له باميان پرته په يوه ولايت کې هم پلى شوى نه دى، چې له امله يې خبريالان د معلوماتو د راټولولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي يادونه وکړه چې ډېر مهال چارواکي خبريالانو ته معلومات نه ورکوي او يا هم په ځنډ نيمګړي معلومات ورکوي چې د هغوى کار يې له ستونزو سره مخ کړى دى.

هلمند مېشتي خبريال الياس داعي وويل، خبريالانو ته د اخلاقي اصولو ټاکلو تر څنګ دې رسنۍ او حکومت د خبريالانو حقوقو ته جدي پام وکړي، ځکه ډېرى خبريالان کافي معاش نه لري او يا هم په دې وروستيو کې په ځنډ معاش تر لاسه کوي، دغه راز ځينې يې د بې کاره کېدو له ګواښ سره مخامخ دي او تر ټولو بده دا چې بيمه هم نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.