د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ملي شورا ژمنۍ رخصتۍ پيل شوې

د ملي شورا ژمنۍ رخصتۍ پيل شوې

Jan 20, 2016 - 18:26

کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٤): د ولسي جرګې غړي هم د ملي شورا د شپارسمې تقنيني دورې د پنځم کال غونډې له پاى ته رسېدو وروسته خپله يوه نيمه مياشتنۍ رخصتي پيل کړه.

د اساسي قانون په ١٠٧ مه ماده کې راغلي چې د ملي شورا د دواړو جرګو د کار موده په هر کال کې نهه مياشتې وي او دواړه جرګې يوه نيمه مياشت په دوبي او يوه نيمه مياشت په ژمي کې رخصتي لري.

د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان چې نن د يادې جرګې په ناسته کې د ملي شورا د شپاړسمې دورې د پنځم تقنيني کال د ناستو د کاري غونډو راپور وړاندې کاوه، وويل چې ولسي جرګې، د روان کال د وږي له ١٦ نېټې څخه د مرغومي تر ٣٠ مې نېټې پورې؛ ٥١ عمومي غونډې تر سره کړې دي.

د نوموړي په وينا، په عمومي غونډو کې دوه استيضاحيه غونډې، ١٥ استجوابيه، درې استماعيه، يوه پټه غونډه او ٣٠ عادي عمومي ناستې شاملې دي.

هغه زياته کړه، چې ولسي جرګې په دغه موده کې د قانون د طرحو، تقنيني فرمانونو، بوديجې سند او حقوقي سندونو په ګډون ٣٩ مصوبې تصويب، ٩ نړيوال هوکړه ليکونه يې تصديق او د ولسمشر اوه تقنيني فرمانونه او يو حکم رد کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې ولسي جرګې د خپلې لسمې ناستې په ترڅ کې د سترې محکمې عالي شورا يوه غړي او دغه راز د اساسي قانون پر پلي کولو د څار کميسيون شپږو غړو ته د تاييد رايې، دوه وزيران يې استيضاح او ٤٥ نور وزيران او حکومتي چارواکې يې د بېلابېلو موضوعاتو له امله استجواب او د يوولسو وزيرانو او مسوولينو کاري راپورونه يې اورېدلې دي.

هغه دغه راز وويل چې د جرګې غړو په ياده موده کې يې د هېواد او خلکو ١٠٩٨ پېښې، سياسي، امنيتي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزې ستونزې په امتيازي ساعتونو کې وړانديز کړې چې ياد موارد د څېړنې او تعقيب په موخه او وروستي اجرات يې په کتبي ډول د جرګې ادارې، د جرګې کميسيونونو او يا اړونده سرچينو ته لېږلي دي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف  ابراهيمي نن د ملي شورا په ياده عمومي غونډه کې وويل، چې له سبا وروسته د ولسي جرګې د غړو ژمنۍ رخصتۍ پيليږي.

هغه زياته کړه، چې د ګواښونو سربېره يادې جرګې په تېر يوه کال کې د څارنې، قانون جوړونې او وکالت په برخو کې د پام وړ کارونه تر سره کړي دي.

ابراهيمي د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې د رخصتيو په ترڅ کې له خپلو موکلينو سره اړيکې ټينګې کړي، د هغوى ستونزې واوري او له رخصتيو وروسته يې ستونزې په جرګه کې مطرح کړي.

د ويلو ده، چې د مشرانو جرګې غړو پرون د وروستۍ عمومي غونډې په ترسره کولو سره خپلې ژمنۍ رخصتۍ پيل کړې دي.

ورته راپورونه:

اعلانونه

Advertisement