کابل (پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٤): د افغانستان لپاره د هند نوى ټاکل شوى سفير وهرا منپريت کابل ته را رسېدلى دى.
منپريت د مرغومي په ٣٠مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي: ((زه افغانستان ته رسېدلى يم او نن مې په کابل کې لومړۍ ورځ ده.))
هغه به د هند د پخواني سفير امرسينها ځاى نيسي چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې په کابل کې د هند د سفير په توګه دنده ترسره کوله.
تر دې مخکې د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت د امر سينها پر ځاى د منپريت د ټاکل کېدو اعلان کړى و.
وهرا منپريت له ١٩٨٨ کال راهيسې د هندوستان په بهرنيو چارو وزارت کې دنده ترسره کړې، هغه تر دې مخکې د دغه وزارت سکرتر جنرال په توګه دنده ترسره کوله.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته دا شپږم هندي سفير دى چې په افغانستان کې دنده ترسره کوي.
وهرا منپريت تر دې مخکې په پاکستان کې هم د هند د سفير په توګه دنده ترسره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن