ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کابل پرونى بريد د رسنيو پر کور بريد دى”

“د کابل پرونى بريد د رسنيو پر کور بريد دى”

author avatar
21 Jan 2016 - 14:03
“د کابل پرونى بريد د رسنيو پر کور بريد دى”
author avatar
21 Jan 2016 - 14:03

فيروزکوه- باميان (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٤): په کابل کې د يوې رسنۍ پر کار کوونکو بريد په غور او باميان ولايتونو کې د لاريون او غونډې له لارې په کلکه وغندل شو.

دغه بريد پرون ماښام د موبي ګروپ د کابورا پروډکشن د عملې پر کاسټر موټر چې طلوع تلوېزيون هم د دغه ګروپ اړوند دى، د روسيې سفارت ته نږدې پر دارالامان سړک ترسره شو چې اووه کار کوونکي يې ووژل شول او ١٥ نور ژوبل شول. طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه واخيست.

د غور په مرکز فيروزکوه کې نن په لسګونو خبريالانو او مدني فعالانو لاريون وکړ او دغه بريد يې د رسنيو پر کور بريد وباله.

د غور د ژورنالېستانو ټولنې مشرعبدالقدير غفوري د فيروزکوه ښار په څلورلارې کې له لاريون وروسته وويل: ((موږ د طالبانو او ترهګرو دا عمل غندو، دا جنايتونه نه شي کولى چې زموږ د رسنيو د کار مخنيوى وکړي.))

هغه زياته کړه چې دا ډول بريدونه به د رسنيو کارکوونکي لا په خپل کار کې پياوړي کړي.

د غور د ښوونکو ټولنې مشر عبدالخليل مبارز وويل چې رسنۍ د خلکو مال او غږ دى، پر رسنيو بريد پر خلکو بريد دى او په دې ډول بريدونو سره د خلکو غږ نه غلى کېږي.

د غور يوه اوسېدونکي غلام حيدر وويل، همدا رسنۍ دي چې د مظلومو او بېوزله خلکو غږ وچتوي او ستونزې يې د چارواکو غوږونو ته رسوي، که چېرې رسنۍ نه وي، څوک به د غريب غږ واوري.

دغه بريد نن د باميانو د مدني فعالانو، خبريالانو او بشري حقونو له خوا د يوې غونډې په ترڅ کې وغندل شو.

په باميانو کې د مدني ټولنو بنسټ (مجما) مشر حسين داد احمدي وويل، د دوى موخه د قربانيانو له کورنيو سره غم شريکي او په کابل کې د يوې رسنۍ پر کارکوونکو د ځانمرګي بريد غندنه ده.

د دې ټولنې له خوا په خپاره شوي پرېکړه ليک کې راغلي چې حکومت دې د خلکو په ځانګړي ډول د رسنيو د امنيت خوندي کولو ته پاملرنه وکړي او پرون ماښام د بريد عاملين دې چې د طالبانو په منځ کې دي، پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

د پرېکړه ليک په بله برخه کې راغلي: ((نړيواله ټولنه بايد طالبان په تور لېست کې ونيسي او هغوى له بشري حقونو د سرغړوونکو او جنګي جنايتونو په لېست کې ثبت کړي.))

د ويلو ده چې دغه بريد په هېواد دننه او بهر کې غندل شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.