ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر خان اباد ولسوالۍ د برید مخنیوی وشو

پر خان اباد ولسوالۍ د برید مخنیوی وشو

author avatar
21 Jan 2016 - 16:07
پر خان اباد ولسوالۍ د برید مخنیوی وشو
author avatar
21 Jan 2016 - 16:07

ميمنه- کندوز (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ٩٤): په فارياب کې ٧ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ د کندوز په خان اباد ولسوالۍ د طالبانو بريد دفع شوى او يو کس کندوز کې له طالبانو سره د همکارۍ په ګومان نيول شوى دى.

فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن رضا رضايي وايي چې طالبانو تېره شپه له دريو خواوو د امنيتي او سيمه ييزو ځواکونو پر پوستو په المار ولسوالۍ کې بريدونه پيل کړي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونه له دغه بريده خبر وو او وار له مخه د ملي اردو توپچي ټولي د طالبانو پر سنګرونو ډزې پيل کړې چې په ترڅ کې يې درې طالبان ووژل شول او څلور نور ټپيان دي.

د رضايي په وينا، وژل شوي او ټپيان د طالبانو وتلي قوماندان مولوي حبيب الله کسان دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه بريد کې امنيتي او سيمه ييزو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

خو د شېرمحمد په نوم يو سيمه ييز قوماندان وويل چې دوه سيمه ييز ځواکونه هم ټپيان شوي دي.

له بل پلوه د کندوز ولايت د خان اباد ولسوال حيات الله اميري وويل چې طالبانو تېره شپه له دريو لورو پر ولسوالۍ بريد وکړ چې له پنځو ساعتونو څخه وروسته د ملي اردو او ضربتي قطعې منسوبينو له لوري په شا وتمبول شول.

هغه وويل چې د نښتې پر مهال طالبانو ته تلفات اوښتي دي او تر اوسه د کره شمېرو په اړه معلومات په لاس کې نشته.

د محمدسليم په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي وويل: "تېره شپه د ډزو غږونه له خورا نږدې سيمې څخه اورېدل کېدل او هر شېبه داسې ګومان کېده چې طالبان د خان اباد مرکز ته دننه کېږي."

نوموړي زياته کړه چې تېره شپه يې د کورنۍ له غړو سره په ارام خوب نه دى کړى، له دولت او طالبانو څخه غواړي څو جګړو ته د پاى ټکى کېږدي او سوله وکړي.

طالبانو ته د راپور ورکولو په شک د يو تن له نيولو څخه هم خبر ورکړل شوى دى.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول هجرت الله اکبري وويل چې يو تن له طالبانو سره د همکارۍ په تور د کندوز مرکز د تلوکه په سيمه کې د عامه نظم پوليسو له لوري تر نيول کېدو وروسته، امنيې قوماندانۍ ته سپارل شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.