پلخمري (پژواک، ٣ سلواغه ٩٤): د بغلان ولايت يو شمېر اوسېدنکي وايي چې طالبان يې په زور د مورچلو کېندو ته اړ کوي او تر څنګ يې د مخابراتي انتنونو پرې کېدو خلکو ته سختې ستونزې جوړې کړې دي.
دوى زياتوي چې طالبان د پلخمري ښار ته څېرمه په ډنډغوري، ډنډ شهاب الدين او مرکزي بغلان سيمو کې فعاليت لري او د سنګرونو پر کېندولو بوخت دي.
د ډنډغوري يوه اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه باندې لسو ورځو راهيسې د مورچلو کيندنه پيل شوې، له هر کلي خلک را ټولوي او مورچې ورباندې جوړوي.
هغه زياته کړه:((طالبان خلک را ټولوي، اوږدې سمڅې او مورچې ورباندې کني، له هر کلي نه هره ورځ لسګونه ځوانان د دغه کار د ترسره کولو لپاره بيايي.))
د هغه په خبره، خلک جرئت نه شي کولای د طالبانو له دغه امره سرغړونه وکړي، ځکه پوهېږي چې د هغوى له سخت غبرګون سره به مخ شي.
سرچينې زياته کړه چې خلک د طالبانو له کمين او مورچل کيندنو ستړي شوي او دا موضوع څرګندوي چې هغوى پر سوله او امنيت هېڅ باور نه لري.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير د طالبانو د مورچل کيندلو او مورچو پياوړي کولو خبره ومنله، خو ويې ويل چې دغه کار به يې د امنيتي ځواکونو پر روحيه هېڅ اغېز ونه لري.
هغه زياته کړه: ((هر وخت چې د عملياتو ترسره کولو پلان جوړ شي، د طالبانو ټولې مورچې به ونړوو.))
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د بغلان ولايتي شورا غړو ويلي وو چې ډنډغوري ساحه د طالبانو د تمويل، سمبالښت او روزنې پر يوه مناسب ځاى بدله شوې ده.
د روان کال په اوږدو کې له دې ساحې نه په دريو پړاوونو کې په ټوليز ډول ١٢ راکټونه د وسله والو مخالفينو له خوا پر پلخمري ښار وويشتل شول چې له امله يې يو ماشوم او يو سړی ووژل شول او ١٠ نور ټپيان شوي وو.
له بلې خوا د مخابراتي شبکو د فعاليت درول په ځانګړي ډول په بغلان ولايت کې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
دوى وايي چې له دوو اونيو راهيسې په ډنډغوري، ډنډشهاب الدين او د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ډېرى سيمو کې مخابراتي شبکې کار نه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن