جلال اباد (پژواک، ٣ سلواغه ٩٤) : چارواکي وايي چې د ننګرهار په بېلا بېلو ولسواليو کې د دوو قوماندانانو په ګډون د دعش ١٦ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو او باندر سيمو کې د دوو هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې د يوه قوماندان قاري وهاب په ګډون ۶ تنه وژل شوي او د دوی وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي .
دى وايي، چې په يادو سيمو کې لومړی هوايي بريد تېره شپه او دويم بريد نن له غرمې مخکې ترسره شوی چې په ترڅ کې يې د مخالفينو دوه موټرسايکلونه هم له منځه تللي دي .
د والي وياند دغه راز وويل چې د هسکې مينې ولسوالۍ په ګورګورۍ سيمه کې هم تېره شپه هوايي بريد ترسره شوی،چې په ترڅ کې يې د داعش وسله والې ډالې د يوه قوماندان قاري حافظ الله په ګډون لس تنه وژل شوي دي .
د هغه په وينا، په دواړو هوايي بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی .
يادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن