ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو او داعش پنځه وسله وال وژل شوي

د طالبانو او داعش پنځه وسله وال وژل شوي

author avatar
23 Jan 2016 - 13:43
د طالبانو او داعش پنځه وسله وال وژل شوي
author avatar
23 Jan 2016 - 13:43

جلال اباد- کلات (پژواک، ٣ سلواغه ٩٤): په ننګرهار او زابل ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو په بې پيلوټه بريدونو کې ٥ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ ولسوال  ملا ظريف د سلواغې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د دې ولسوالۍ د خواجه خېلو په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو له خوا بې پيلوټه بريد شوى دی.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې درې وسله وال طالبان وژل شوي، خو ملکي وګړو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

بلخوا په ننګرهار ولايت کې ځايي چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه بريد کې دوه داعشي وسله وال وژل شوي دي.

د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې په دغو بريدونو کې دوه وسله وال وژل شوي دي خو بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

يادو وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.