ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په استیناف څارنوالۍ کې د فساد مخه نیول شوې

د هلمند په استیناف څارنوالۍ کې د فساد مخه نیول شوې

author avatar
23 Jan 2016 - 16:06
د هلمند په استیناف څارنوالۍ کې د فساد مخه نیول شوې
author avatar
23 Jan 2016 - 16:06

لښکرګاه (پژواک، ۳ سلواغه ۹۴): د هلمند ولایتي شورا ځيني غړي او قومي مشران وايي چې له تېرو څلورو میاشتو راهيسې په استيناف څارنوالۍ کې د اداري فساد مخه نيول شوې ده.

د هلمند د ولايتي شورا مشر کريم خان اتل د سلواغې په ٣مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې څلور مياشتې وړاندې د دغه ولايت په استيناف څارنوالۍ کې د اداري فساد کچه ډېره لوړه وه.

هغه زياتوي: ((د نوي رييس په راتګ سره په څارنوالۍ کې د فساد مخه نيول شوې ده او خلک په دې برخه کې ولايتي شورا ته شکايتونه نه کوي.))

ده وويل چې د استيناف څارنوالۍ رييس په تېرو څلورو مياشتو کې يو شمېر کسان هم د اداري په فساد په تور له دندو ګوښه کړي دي.

هغه وايي: ((په دغه ولایت کې د نورو ستونزو تر څنګ چې د نا امنۍ لامل شوې دي، یو لوی لامل يې همدا عدلي ارګانونه وو چې خلک يې له دولت څخه لري کول او نا امني ورسره ډېرېده.))

په دې غونډه کې قومي مشر امیر حفیظ الله خان وویل: ((موږ دا تمه نه درلوده چې په څارنوالۍ کې دې د فساد مخه ونيول شي او نوي رييس دا کار کړى دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې د هلمند په کچه د استيناف څارنوالۍ يوازېنۍ اداره ده چې اداري فساد په کې شتون نه لري.

په دې غونډه کې د هلمند مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد وويل چې څلور مياشتې وړاندې د دغه ولايت په  څارنوالۍ کې په لوړه کچه اداري فساد شتون درلود.

هغه وايي: ((داسې دوسيه به نه وه چې د خلاصون پر سر يې پيسې نه اخيستل کېدې خو اوس دغه ستونزه نشته.))

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د استيناف څارنوال فضل سلطان ساپي وويل چې د خپل کار په پيل کې يې له اداري فساد سره پر مبارزې ټينګار کړى و.

هغه زياته کړه: ((ما له فساد سره جدي مبارزه پيل کړې، تر اوسه مې پنځه څارنولان له دندو ګوښه کړي دي او ټولې هغه دوسيې مې څېړلې چې تر اوسه د اداري فساد له امله پاتې وې.))

هغه دا هم وويل چې د هلمند ولايت په زندان کې اوسمهال داسې کوم زنداني نه دی پاتې چې په تېرو څلورو مياشتو کې دوسيه نه وي څېړل شوې او بې برخليکه پاتې وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.